لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د څو ساعتو دننه د ناامنۍ پېښو کې د یوې کورنۍ د 9 غړو په ګډون 16 تنه وژل شوي


په پېښور کې د تېرو څو ساعتو په مهال د نا امنۍ بیلابیلو پېښو کې د یوې کورنۍ د نهو غړو په ګډون لږ تر لږه شپاړس کسان وژل شوي. پولیس وایي په وژل شوؤ کې اته ماشومان اؤ څلور ښځې هم شامل دي.

د پولیس له مخې، د پېښور د بډه بېرې په بابا باغ سیمه کې د نهې-سه شنبې په ورځ د ځمکې په شخړه تربوران د خپل یو تربور کور ته اوښتي اؤ ناتاره ډزې یې کړي چې پکې پینځه ماشومان اؤ څلور ښځې وژل شوي دي.

د پېښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي کاشف ذوالقار د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي دا پېښه د ترونو د بچو تر منځ د ځمکې په شخړه شوې ده اؤ د یو تره زامن د بل تره د زوي کور ته اوښتي اؤ هلته یې ناتاره ډزې کړې دي.

هغه پېښه کې د څلورو مېرمنو اؤ پینځو ماشومانو د وژنې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پولیس د پېښې پلټنې پېل کړي اؤ زر به قاتلان د قانون منګولو ته راکش کړي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ ګورنر فیصل کریم کونډي په دې پېښه خواشیني ښکاره کړې اؤ پولیسو ته یې زر تر زره د ملزمانو د نیولو امر کړی.

ددغې پېښې سره سم پرون په بډه بیره کې د ځمکې په یوه بله شخړه هم د دوؤ فریقینو تر منځ ډزې شوي چې د پولس په وینا په دې ډزو کې یو تن وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د بډه بېرې سره نزدې په پشتخره سیمه کې هم د نهې- سه شنبې په ورځ د زړې دښمنۍ په اساس په یو ګاډي ډزې شوي اؤ پولیس وایي چې په دې پېښه کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د جیو ټي وي د رپورټ له مخې په شیخ محمدي سیمه کې د پټو د اوبه خور په شخړه د دوؤ فریقینو تر منځ نښته شوې چې یو تن پکې وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

همدا شان د پېښور په سپینه وړۍ سیمه کې د دوؤ فریقینو تر منځ ډزو کې درې کسان ژوبل شوي اؤ په ریکي سیمه کې بیا د یو خوړ څخه د وژل شوؤ دریوؤ ماشومانو مړي ترلاسه شوي دي.

د پولیسو وینا ده چې د وژل شوؤ دغو دریوؤ ماشومانو د بې درکۍ رپورټ د پېښور په ناصر باغ تاڼه کې درج شوی ؤ اؤ دهغوي وارثانو ویلي وؤ چې ماشومان یې له کوره د لوبو لپاره وتلي وؤ چې بیا کور ته نه دي راغلي.

پولیس وایي د بې درکه کېدو په سبا د دغو دریوؤ واړو ماشومانو مړي د یو خوړ نه ترلاسه شوي دي چې عمرونه یې د اتوؤ اؤ دولسو کلونو تر منځ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG