لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تازه برسیره شوې اډیو کې عمران خان وايي سفارتي خط به د خپلې ګتې دپاره لوبوي 


د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، عمران خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل غواړي چې ټول سایفر لیک يا ښکاره شي چې د هغه په قول ټولو ته معلومه شي چې څومره لوی سازش شوی دی
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، عمران خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل غواړي چې ټول سایفر لیک يا ښکاره شي چې د هغه په قول ټولو ته معلومه شي چې څومره لوی سازش شوی دی

په پاکستان کې د حکومتي مشرانو د ريکارډ شوو خبرو د برسیره کېدو روانه لړۍ کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تازه څرګندو شوو خبرو کې اورېدل کېږي چې عمران خان خپل یو سېکټر ته وايي چې سفارتي خط سره به د خپلې ګټې دپاره لوبه وکړي.

په برسیره شوو خبرو کې هغه خط ته اشاره ده چې عمران خان وايي په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لېږلی و او زیاتوي په یاد لیک کې امریکا د هغه د حکومت ړنګولو ګواښ ورکړل شوی و.

امریکا او پاکستان دغه تور ردوي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، عمران خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل غواړي چې ټول سایفر لیک يا ښکاره شي چې د هغه په قول ټولو ته معلومه شي چې څومره لوی سازش شوی دی.

د رپورټ ترمخه د عمران خان نه پوښتنه وشوه چې په دغه اډیو کې تا ویلي چې په دغه لیک به لوبه کوي نو د دې خبرې دفاع به څنګه کوئ؟ نو پخواني وزیراعظم وویل اوس خو يې پرې لوبه نه ده کړې او چې ټول لیک څرګند شي نو بیا به پرې لوبه کوي.

په اډیو کې عمران خان خپل پرنسپل سېکرېټري اعظم خان سره خبرو کې وايي دغه سفارتي خط سره به لوبه کوي خو د امریکې نوم به نه اخلي. د اعظم خان په دغه خبره عمران خان وايي په سفارتي خط یا سایفر به یو مېټينګ وکړي.

عمران خان وایي د شاه محمود قرېشي، چې په دغه وخت خارجه وزیر و، هغه به دغه لیک ولولي او چې څه هغه ولولي نو د مېټېنګ په ریکارډ (منټس) کې به يې شامل کړی شي او د عمران خان په قول په دغه لیک بیا تجزیه به د خپلې خوښې کوي او هغه دا ده چې په سفارتي ژبه کې ورته ترېټ یا ګواښ وېل کېږي او دا چې ترېټ موجود دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG