لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند په لرې پروت ايالت مانيپور کې نسلي نښتې مودي ته چيلنج جوړيږي


په نوي دلي کې د حکومت مخالف کانګرس پارټۍ غړي په مانيپور کې د نسلي تشدد خلاف احتجاج کوي
په نوي دلي کې د حکومت مخالف کانګرس پارټۍ غړي په مانيپور کې د نسلي تشدد خلاف احتجاج کوي

د هند په شمال ختيځ کې پروت ايالت مانيپور کې د تشدد پېښې چې د می په مياشت کې شروع شوي نه يواځې د دوو نسلي ډلو ترمنځ فاصلې سېوا کړي بلکې په سياسي توګه د ولسمشر نرېندرا مودي او د اپوزيش ګوندونو ترمنځ يو سياسي مقابله هم جوړوي.

درې مياشتې وړاندې بلواګرو په کلو او بانډو کې ګډوډی شروع کړی چې يو طرف ته هندو مذهبه ميټيز او بل خوا عيسايي مذهبه کوکيز او د نورو وړو قبيلو خلک دي. د ميانمار سره په پوله پرته په دغه غريزه سيمه کې په زرګونو امنيټي ځواکونه د امن ساتلو د پاره ګشت هم کوي.

په روانه جګړه کې تر اوسه 140 تنه وژل شوي او په سلګونو کورونه سوزول شوي. د 3.2 ميلين ابادۍ ايالت کې نزدې 60,000 خلک کډوال شوي چې اوس هم په کيمپونو کې ژوند کوي.

کوم خلک چې د خپلو کورونو او کلو نه تښتېدلي يوه په کې د هويهنو هازل کورنۍ هم ده چې سره د مور پلار او نورو خپلو خپلوانو د سيمې نه ووتل او دا وخت د نوي ډيلي سره نزدې په ګوروګرام سيمه کې اوسي.

هغې وي او ای ته وويل چې په کور يې بلواګرو حمله کړې وه او غوښتل يې د کورنۍ خلک په نخښه کړي. هغه چې کوکي نسله ده وايي “بلواګرو زمونږ په کور کاڼي وورول، سلينډرې يې وسېزلې او غوښتل يې مونږ ونيسي. په کور کې ماشومان وو يوه پکې زما دوه کلن خورزه وه، د ګاونډيانو لوڼه وې او مشران خلک وو چې په وتلو يې مجبور کړو”.

دواړو خواو ته جګړې ځپلي خلک شته خو دغه نسلي ډلې اوس د يو بله په جغرافيايي توګه هم بيلې شوي چې کوکيز او نورې قبيلې په غريزه برخه کې اوسي او وادي ميټيز ته پاتې شوې ده. خلک د کلو نه بهر په مورچو کې پراته دي چې د خپلو خلکو او خپلو جايدادونو دفاع وکړي.

بلواګرۍ او قبايلي دښمنو مانيپور د وړاندې نه ځپلی خو دا ځل دا بيلتون ډېر ژور دی او څېړونکي دا پوښتنې راپورته کوي چې د مودي حکومت چې هم په مرکز کې واکمن دی او هم د مانيپور په ايالت کې بيا ولې د دې جګړې په ودرولو کې پاتې راغلی؟

د دواړو ډلو ترمنځ جګړه د ايالت د هايي کورټ د يوې فيصلې په نتيجه کې تېزه شوې چې ترمخه يې ميټيز ته په جايداد اخستلو او هغه روزګارونو تر لاسه کولو کې ګټه ده کوم روزګارونه چې د کوکيز او نورو قبيلو د پاره ځانګړي کړل شوي دي.
د عدالت د پرېکړې وروستو احتجاجونه پيل شوي او دا کرکه د دواړو خواو ترمنځ ډېره ژوره شوې.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسريشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG