لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: امریکا د روس د تیري پر ضد ده او چین سره سیالي کوي


ښاغلي بايډن د نهې/سه شنبې په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته په کلنۍ وینا کې ووېل چې امریکا په څو لسیزو کې تر ټولو ښه وضعیت کې دی چې د چین یا بل هر چا مقابله وکړي
ښاغلي بايډن د نهې/سه شنبې په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته په کلنۍ وینا کې ووېل چې امریکا په څو لسیزو کې تر ټولو ښه وضعیت کې دی چې د چین یا بل هر چا مقابله وکړي

واشنګټن - ولسمشر بایډن وايي چې امریکا د روس د تیري پر ضد ولاړه ده او بل دا چې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ ته يې سپینه کړې چې سیالي - نه چې جګړه - ورسره کوي.

ښاغلي بايډن د نهې/سه شنبې په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته په کلنۍ وینا کې ووېل چې امریکا په څو لسیزو کې تر ټولو ښه وضعیت کې دی چې د چین یا بل هر چا مقابله وکړي.

"خطا ونکړې--څنګه چې مونږه تېره اونۍ ویلي وو چې که چین زمونږ خود اختیاري ته خطر جوړوي نو مونږه به د ځان دفاع کوو. او مونږ کړې ده."

مګر بایډن نېغ په نېغه د هغې پېښې یادونه ونکړه چې امریکا د چین یو بالون/غباره وویشتله او دعوه یې کړې چې ګني دا د چین د جاسوسۍ غباره وه.

ښاغلي بایډن ووېل: "په هغو برخو کې چې د امریکا مفادات وي او د نړۍ په ګټه وي، زه ژمن یم چې د چین سره یوځای کار وکړم."

په اوکراین باندې د روس د تيري په اړه ښاغلي بايډن ووېل چې د اوکراین د اولس سره ولاړ دی. د دې تقریر په مهال، امریکا کې د اوکراین سفیره هم موجوده وه او صدر بایډن هغې ته په خطاب کې وویل: "سفیرې! مونږ ستاسو د ملک په ملاتړ کې، متحد یو. مونږ به تر هغو چې ضرورت وي، ستاسو ترڅنګ اودرېدلي یو."

نېټو

په اوکراین د روس د یرغل په لړ کې صدر بایډن د مغربي ملکونو د پوځي اتحاد نېټو ‌ذکر هم وکړو.

هغه د نېټو په اړه وویل "مونږ نېټو متحد کړه او یو مضبوط اېتلاف مو جوړ کړو."

صدر بایډن د روس صدر ولادېمير پوټن په نوم یاد کړو او ويې وېل "مونږ د پو ټند جارحیت په ضد (یوځای) ودرېدوو."

په نورو نړېوالو موضوعاتو باندې بایډن په عمومي توګه دا دعوه وکړه چې ګني په تېرو دوو کلونو کې جمهوریتونه پیاوړي شوي او ظالمان کمزوره شوي دي.

بایډن پخپل دې کلني تقریر کې د افغانستان، پاکستان، یا د خطې د کوم بل ملک په اړه ځانګړې خبرې ونکړې.

مخالف ګوند ته پیغام

د خپل صدارت د دورې په دویمه کلنۍ وینا کې، صدر جو بایډن د خپلې انتظامیې اقتصادي او مالیاتي لاس ته راوړنې ډېرې یادې کړلې، او د بنیادي اډانو د جوړولو او مرمت کولو په تکمیل یې ټینګار وکړ.

هغه په حزب اختلاف – رېپبلېکن ګوند – غږ وکړ چې د دې انتظامیې سره دې شریک کار وکړي. بایډن وویل: "رېپبلېکنانو ملګرو، که مونږ په تېر کانګرس کې په شریکه کار وکړی شول، نو هېڅ داسې دلیل نشته چې مونږ په دې نوي کانګرس کې هم په شریکه کار ونشو کړلی."

صدر بایډن اعلان وکړ چې پس د دې به د بنیادي اډانو په ټولو منصوبو کې صرف د امریکا جوړ شوي ودانیز مواد یا وسایل کارول کیږي.

سارا سنډرز هاکبي د رېپبلېکنانو په نمایندګۍ د صدر بایډن د وینا جواب ورکړ
سارا سنډرز هاکبي د رېپبلېکنانو په نمایندګۍ د صدر بایډن د وینا جواب ورکړ

د صدر بایډن د ځینو خبرو سره رېپبلېکنانو د اتفاق په شکل لاسونه وپړکول، خو په ځینو یې بیا د هغه ستاینه ونکړه.

د بایډن د وینا نه پس، د ارکنسا ګورنرې سارا سنډرز هاکبي د رېپبلېکنانو د ګوند غبرګون وړاندې کړ. هغې د صدر بایډن ځینې دعوې ناسمې وبللې او تور یې ولګاوه چې بایډن د امریکا د ګټو دپاره نشي درېدلی او امریکا یې د خطر سره مخامخ کړې ده.

اميګرېشن، پولیس اصلاحات او په درنه وسله قدغنونه

د امریکايي صدرانو سټېټ اف دي یونین تقریرونه زیاتره د ملک د داخلي حالاتو او د موجوده حکومت د تګلارو په اړه وي.

خپل سټېټ اف دي یونین خطاب کې صدربایډن د کانګرس نه غوښتنه وکړه چې د اميګرېشن یا د مهاجرت په اړه د اصلاحاتو حمایت وکړي چې پکې د پولې د امنیتي ادارو ته ساز او سامان او نور افسران برتي کول هم شامل دي. د دې ترڅنګ بایډن د دې اصلاحاتو دپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه چې هغه خلک چې په ماشوموالي کې د مور او پلار سره امریکې ته راغلي هغوی د شهریت دپاره دې قانوني لارې چارې ولټول شي.

صدر بایډن په اسالټ رایفل یا په درونو ټوپکو د پابندۍ او د پولیس په نظام کې د اصلاحاتو وکالت هم وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG