د اسټرېلیا د سمندري ابدوزونو جوړولو په سر لانجه کې فرانس د جمعې په ورځ د امریکې او د اسټرېلیا نه سفیران د صلاح مشورې دپاره بېرته هېواد ته وبلل.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د فرانس خارجه وزیر په خپل بیان کې وویل د امریکې او اسټرېلیا نه د سفیرانو د ستنولو فېصله د فرانس صدر ایمېنول مېکران د معاملې د سجیدګۍ په بنیاد وکړه.
رویټرز وايي د مېکران د فېصلې په نتیجه کې فرانس د امریکې او اسټرېلیا سره په غېرمعمولي سفارتي کړکېچ کې ښکیل شوی دی.
د فرانس د فېصلې نه یوه ورځ وړاندې اسټرېلیا فرانس سره د ابدوزونو جوړولو دپاره د 40 ارب ډالرو مالیت معاهده د ختمولو اعلان وکړو.
د رویټرز رپورټ وايي اسټرېلیا د فرانس نېول ګروپ سره د روایتي ابدوزونو معاهده کړې وه.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسټرېلیا وویل د فرانس په ځای به د امریکې او برطانيي په ټېکنالوجۍ اته په اېټمي توانايي چلېدونکي ابدوزونه تیاروي او په دې لړ کې دریو واړو ملکونو معاهده لاس لیک کړې ده.
رویټرز ترمخه د وایټ هاوس یو چارواکي د فرانس به فېصله خفګان څرګند کړو او ویې وېل واشنګټن د پېرس سره په رابطه کې دی او په اینده ورځو کې به مسله هواره کړی شي.
رویټرز وویل د اسټرېلیا د خارجه وزارت ترجمان په دې اړه د څه وېلو نه ډډ وکړه.