لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین پاکستان کې دخپلو وګړو دتحفظ په اړه اندېښنې ښودلي


 پاکستان دسېنيټ د دفاع کمیټې چيرمين او د کال ٢٠٠٩ راهسې جوړ دپاکستان چاینه انسټيټیوټ نومې تهنک ټينک مشر مشاهد حسين دچين انديښنى پځاى بولي
پاکستان دسېنيټ د دفاع کمیټې چيرمين او د کال ٢٠٠٩ راهسې جوړ دپاکستان چاینه انسټيټیوټ نومې تهنک ټينک مشر مشاهد حسين دچين انديښنى پځاى بولي

پاکستان کې دترهګرۍ پېيښو کې د زياتوالي په ترڅ کې چين يو ځلې بيا پاکستان کې ميشت دخپلو وګړو د تحفظ په سر انديښنې ښودلي او د چين نوي خارجه وزير تکرار کړې ده چې پاکستان دې د چينایي وګړو حفاظت لپاره موثره ګامونه پورته کړي.

پارليماني غړي او څيړونکي د چين انديښنې پځای بولي او وايي د ژمنو باوجود پاکستان چينايي وګړو باندې حملو مخنیوي کې ناکامه دى.

د چين نوي ټاکل شوي خارجه وزير ژن ژانګ د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بوټو زرداري سره دټيلفیون د لارى رابطه کې په ګوته کړې چې د ٢١ جنورۍ نه دپيل کيدونکي نوى چينايي قمري کال د دستورو په مناسبت سره دوي پاکستان کې دخپلو وګړو د حفاظت پسر انديښمن دي او چين غواړي چې پاکستان په دې اړه موثره حفاظتي ګامونه پورته کړي.

په دې موقعه بلاول بوټو د چپنايي وګړو د تحفظ پخلى کړی دى.

تير کال دنومبر مياشت کې د وزير اعظم شهباز شريف دچين د دورې په وخت د چين دصدر له خوا هم دغه رقم انديښو ته غبرګون کې وزير اعظم شهباز شريف هم د چپنايي وګړو د تحفظ عزم څرګند کړى و خو سوال دا دى چې چين ولى دا معامله پرله پسى راپورته کوي؟

دې پوښتنى ته ځواب کې د پاکستان دسېنيټ د دفاع کمیټې چيرمين او د کال ٢٠٠٩ راهسې جوړ دپاکستان چاینه انسټيټیوټ نومې تهنک ټينک مشر مشاهد حسين دچين انديښنى پځاى بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د ژمنو باوجود پاکستاني ادارې او جارواکي لا تر دې دمه چينايي وګړو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه دي.

نوموړي وويل پاکستان کې د ترهګرى پيښو کې راغلي زياتوالى چين فکرمنده کړى اؤ اندېښنه لري چې چرته
ترهګر سي پيک يانور پروژو باندز کار کوونکو چینایي وګړو ته مخه نه کړي.

کال ٢٠٢١ کې دخيبر پښتونخوا داسو سيمه کې د چينايي انجينرانو په بس شوې خودکش حمله کې د ٩ چينايي انجىيرانو په شمول ديارلس تنان وژل شوى وؤ او لاقانونه وسله والې ډلې تحريک طالىان پاکستان ددې پړه په غاړه اخستې وه.

تير کال کراچۍ کې شوې د ترهګرۍ يوه بله پيښه کې دري چينايي استاذان مړه شوى وو او بلوڅ بيلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ای ددغه حملې ذمه واري قبوله کړې وه.

په چینایي وګړو ددغه حملو د اثراتو په هکله د خارجه وزارت پخوانى سيکتر او د بل يو غير دولتي سازمان مشر اعزاز چوهدري وايي، د دوي دتنظيم دسیوري لاندى د يوپلاوي ګوادر ته دسفر په مهال يو چينايي وګړي دوي ته وويل هغه د تيرو ٦ کالو راهسې د خپل کمپاونډ يا د استوګنې د ځاى نه بهر نه دى وتلى.

د يو شخصي ټي وي سره خبرو کې اعزاز چودهري زياته کړې که څه هم پاکستان د سي پيک د تحظ لپاره دپوځ يو ځانګړى ډويژن جوړ کړى خو چين اوس هم تر ټولو زيات دخپلو وګرو د حفاظت په اړه انديښمن دى

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG