لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د قبایلي ضلعو نه اوس د ناامنۍ لړۍ د پښتونخوا بندوبستي سیمو ته غځېدلې ده


په تېرو وختونو کې چې په قبايلي ضلعو کې وسله وال فعاليتونه زيات وؤ او د ناامنۍ پېښې ډېرې کېدې، اوس د ناامنۍ دغه لړۍ په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل ‏شوو ضلعو سره په پوله پرتو بندوبستي سيمو ته غځېدلې ده.‏

د امنيتي چارو کارپوهان وايي، په زياترو قبايلي ضلعو کې د سله والو ضد پوځي عملیات شوي او دعوې شوي چې دغه سيمې له ورانکارو پاکې کړل شوي خو په دغو ‏سیمو کې څه نه څه د وانکارۍ فعاليتونه بيا هم پاتې شوي او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته وسله والو ډلو او په ځانګړي ډول تحریک طالبان ‏پاکستان ته ډاډ ترلاسه شوی دی.‏

د څيړونکو په وينا که چرې په صوبه او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ د مخنيوي دپاره کوټلي اقدامات ونه شي نو په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان ‏کې به بهرنۍ پانګونې هم اغېزمنيږي. ‏

په قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا صوبه کې په امنيتي چارو نظر لرونکي کارپوهان وايي، په صوبه کې ورګډو قبايلي ضلعو کې د وړاندې نه وسله وال ‏موجود وو، که څه هم د پوځي عملياتو سره یې زور يو څه کم شوی وو.

خو د دوی په نظر په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره پاکستان کې په څه نا څه ‏شکل کې موجودو وسله والو ته نه يواځې ملاتړ ترلاسه شوی بلکې دوی د قبايلي ضلعو نه راپدېخوا هم د خپل فکر ملګري پېدا کړي او طريقه کار یې بدل ‏کړی دی.‏

د سیاسي چارو کارپوه خبريال فخر کاکاخېل وایي "مونږ دا ګورو چې کومې ښاریي دي په هغې کې د دوی هلې ځلې زياتې شوي ټانک ته وګوره بندوبستي علاقه ده، ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ‏مردان، بونیر، مونږ دا ګورو چې دا اوس ښاريز نوی جنګ شورو دی ".

پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دلته د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان ‏دغه تورونه رد کړي دي.‏

پاکستان کې حکومتي او پوځي چارواکي وايي، د ترهګرۍ ملا یې د وړاندې نه ماته کړې اؤ د تل پاتې امنيت په ځای کولو پورې به د ترهګرۍ ضد مبارزه ‏جاري ساتي.‏

د کارپوهانو په خبره، قبايلي ضلعې د وړاندې نه د ناامنۍ څخه اغېزمنې او شاته پاتې وې، د وسله والو ضد پوځي عملياتو سره نورې اغېزمنې شوي او ‏اوس دغه لړۍ د پښتونخوا نورو سيمو ته غځېدلې ده.‏

د دوی په وينا، په صوبه کې د ناامنۍ د پېښو سېوا کېدو سره به نه يواځې د پښتونخوا مشکلات سېوا کيږي، بلکې په دې سيمه کې ناامني به د ملک ‏دپاره د تاوان سبب ګرځي.‏

د څيړنیزې خبري ادارې خراسان ډايرۍ غړی احسان ټیپو وایي"په داسو کې چې په چينايانو په ۲۰۲۱ کې حمله شوې وه نهه چينايان پکې مړه شوي وؤ له هغې وروسته چينايان محتاط شوي او پانګونې یې هم د يو وخت پورې ‏ودرولې وې، هر يو ملک چې تاته پانګونې راوړي او خپل کسان کار له راولي هغه کله هم نه غواړي چې کسان یې په هدف شي".

پاکستان وايي نه يواځې وړاندې نه یې بهرنيو پانګه والو ته د امنیت زمينه برابره کړې بلکې د امنيت اوس یې د بهرنيو پانګونو ‏دپاره ځانګړی کمېشن هم جوړ کړی او د بهرنیو پانګه والو د امنيت دپاره نور کوټلي ګامونه پورته کوي.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېوؤ میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏

دغه اداره وایي د ‏‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG