لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې ښځې سره د اجتماعي جنسي زیاتي او د هغې د وژلو خلاف احتجاجونه شوي


یو لاروي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په حیدرایار ښار کې په اور د سوزول شوي ٢٧ کلنې مېرمن مړی د یو پله دلاندې وموندلو. هغه یوه ورځ وړاندې بې درکه شوي وه
یو لاروي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په حیدرایار ښار کې په اور د سوزول شوي ٢٧ کلنې مېرمن مړی د یو پله دلاندې وموندلو. هغه یوه ورځ وړاندې بې درکه شوي وه

د یوې مېرمنې سره د اجتماعی جنسي زیاتې او د هغې د قتل خلاف د گل، دوشنبې، په ورځ د هندوستان سرښار نوي دلي، احمداباد او ممبۍ ښارونو کې په سلگونو خلکو احتجاجونه وکړل.

د احتجاج کوونکو غوښتنه وه چې په بېړنۍ توگه دې د پېښې تحقیقات وشي او د مېرمنو د تحفظ دپاره قوانین دې نور سخت کړی شي.

په نوي دلي کې د احتجاج برخه والې او د کالج طالب علمې سېجال کمار اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته وویل "مونږ د هندوستان په هیڅ ځای کې محفوظ نه یوو. مونږ کورونو نه بهر وتلو په وخت ویرېږوو."

یو لاروي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په حیدرایار ښار کې په اور د سوزول شوي ٢٧ کلنې مېرمن مړی د یو پله دلاندې وموندلو. هغه یوه ورځ وړاندې بې درکه شوي وه.

پولیس ویلي څلور مشکوک کسان یې نیولې دي.

د مېرمنو خلاف پرتشدد جرمونه د کال ٢٠١٢ راهسې په هندوستان کې د مطبوعاتو د توجه مرکز دي. دغه کال په نوي دلي کې په یو روان بس کې یوې مېرمنې سره اجتماعي جنسي فعل شوی و او بیا هغه مړه شوه. د دې پېښې په ترڅ کې په زرگونو خلکو مظاهرې وکړې او د جنسي زیاتي خلاف یې د سختو قوانینو غوښتنه کوله.

د نوې دلي د پېښې وروسته په زور د جنسي فعل کوونکي دپاره د قید سزا ٢٠ کاله وټاکل شوه او په سنگینو جرمونو کې ککړو خلکو د سزا دپاره د عمر کم نه کم حد د 20١٨ نه ١٦ کاله ته راکم کړی شو.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي د ټولو ورستي معلوماتو ترمخه په کال ٢٠١٧ کې په هندوستان کې پولیس په زور د جنسي فعل یا د "رېپ" ٣٣٦٥٨ کېسونه درج کړي وو اوسطاً د ورځې ٩٠ داسې کېسونه جوړیږي. خو رپورټ وايي ممکنه ده چې د رېپ د کېسونو دغه شمېره د دې هم ډیره زیاته وي ځکه چې ډیرې ښځې د ویرې له امله پولیس ته په هغوی د جنسي تېري شکایت نه کوي.

د حیدراباد د تېرې هفتې په پېښه په پارلېمنټ کې هم بحث وشو. د دفاع وزیر راجنات سنگ وویل په مېرمنې د تېري دغه پېښه د ټول ملک دپاره د شرم خبره ده.

فعالان وايي حکومت د مېرمنو خلاف زیاتېدونکي تشدد په مخنیوي کې ناکامه شوی دی. په ممبۍ کې د مېرمنو د حقونو دپاره کارکوونکي جایوتي بادېکار وايي د مېرمنو خلاف د تشدد د زیاتېدو یو علت پولیس کې د مېرمنو کمه شمېره هم ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG