لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پاکستان نه غوښتي حافظ سعيد دې ورته وسپاري


حافظ سعيد د ترهګرۍ د مالي مرستو په تور د پاکستان په زندان کې دی، تېر کال هغه په دغو قضيو کې قصورواره ګرځول شوی او د 31 کلونو د بند سزا ورته اورول شوې وه
حافظ سعيد د ترهګرۍ د مالي مرستو په تور د پاکستان په زندان کې دی، تېر کال هغه په دغو قضيو کې قصورواره ګرځول شوی او د 31 کلونو د بند سزا ورته اورول شوې وه

پاکستان د جمعې په ورځ تاييد کړه چې هند ترې غوښتلي چې په کال 2008م کې د ممبۍ په ترهګرو بريدونو تورن حافظ سعید دې ورته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د هند دغه غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي، د هند او پاکستان په دغه ډول مسلو د شهریانو د تبادلې کوم تړون نشته.

بلوڅ دغه بيان له هغې څو ساعته ورکړی چې د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند د معمول په خبري غونډه کې ويلي، هند له اسلام اباده د حافظ سعید هند ته سپارلو غوښتنه کړې چې مقدمه پرې وچلوي او اورېدنه یې وکړي.

بلوڅ ويلي، هند د حافظ سعيد د مني لانډرنګ يا پېسو د غېر قانونه انتقال په مقدمه کې غوښتی دی.

د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند اريندم باغچي پرون د جمعې په ورځ د پاکستان نه د حافظ سعيد د غوښتنې په حواله نور تفصيل نه دی ویلي، يواځې دومره یې ویلي، دغه غوښتنه یې څو اوونۍ وړاندې کړې وه.

باغچي ویلي، "دغه تن (حافظ سعيد) هند ته په څو قضيو کې مطلوب دی. هغه ملګرو ملتونو ترهګر ګرځولی دی. مونږ د اسنادو سره پاکستان ته خواست کړی په مخصوصه قضيه کې د اورېدنې دپاره دې هند ته وسپاري".

باغچي د هند د رسنیو د هغو رپورټونو په ځواب کې دغه خبره کړې ده، ويل شوي حافظ سعيد د کال 2008م په ممبۍ کې شوو بريدونو په لړ کې غوښتل شوی، په کومو بريدونو کې چې د شپږو امريکايانو په ګډون 166 کسان وژل شوي وو.

بلوڅ وي او اې ته په ليکلې بڼه ځواب کې ويلي، "د هند د چارواکو لخوا پاکستان ته خواست ته ترلاسه شوی چې حافظ سعيد ورته د مني لانډرنګ په قضيه کې مطلوب دی. خو د پاکستان او هند ترمنځ يو بل ته د سپارلو کومه دوه اړخيزه تړون نشته".

حافظ سعيد د ترهګرۍ د مالي مرستو په تور د پاکستان په زندان کې دی، تېر کال هغه په دغو قضيو کې قصورواره ګرځول شوی او د 31 کلونو د بند سزا ورته اورول شوې وه.

د هند چارواکي په حافظ سعيد تور لګوي چې هغه په ممبۍ کې شوو د څلورو ورځو بريدونو مرکزي کردار دی او د هند د انتظام لاندې کشمير کې د وسله والو ملاتړ کوي. خو حافظ سعيد دغه تورونه ردوي.

د کال 2012م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی دی.

حافظ سعید چې د کالعدم لشکر طيبه ډلې د پخواني مشر په توګه پېژندل کيږي، ا مریکې دغه ډله نړيواله ترهګره ډله ګرځولې، او هند تورونه لګوي د ممبۍ بریدونه او تشدد په پاکستان کې د مرکزونو نه پلان شوی وو، اسلام اباد دغه تورونه رد کړي دي.

د رپورټونو ترمخه د لشکر طيبه د لسو تنو وسله واله ډله په مبينه توګه د پاکستان نه د کشتۍ د لارې ممبۍ ته تللې او هلته یې قتل عام کړی وو. هند د دغو حملو په تور کې يواځې يو تن اجمل قصاب چې پېژندګلو یې د پاکستاني په توګه شوې، پانسي کړی وو.

نوی ډهلی په اسلام اباد دا تور هم لګوي چې په کشمير کې د بېلتون خوښو ډلو ملاتړ کوي. پاکستان دغه تورونه هم ردوي او وايي د کشمیر د ازادۍ د جنګيالو سياسي او سفارتي ملاتړ کوي.

پاکستان په هند تور لګوي په کشمير کې د بشري حقونو سرغړونو کوي او جمهوري حقونه چقوي.

د کشمير په درېو کې په دوه برخو د هند او پاتې د پاکستان کنټرول دی او دواړه د ټول کشمير دعوه ګير دي.

د کشمير د شخړې په سر د دواړو ايټمي قوتونو ترمنځ دوه جګړې شوي او دغه مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ بنيادي کشاله ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG