لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ 2011: هند بنگله ديش ته په 87 رنزو ماتې ورکړې ده


ورلډ کپ 2011: هند بنگله ديش ته په 87 رنزو ماتې ورکړې ده
ورلډ کپ 2011: هند بنگله ديش ته په 87 رنزو ماتې ورکړې ده

په ټوله نړۍ کې دکرکټ دلوبې د مينه والو دانتظار شيبې پايې ته رسيدلي او کرکټ دنړيوال جام يا ورلډ کپ مقابلې پيل شوي دي.
دخالي په ورځ په ميرپور کې شيربنگلا سټيډيم کې په گروپ بي کې شامل بنگله ديش او هند ترمينځ دورلډ کپ لمړى ميچ هند بنگله ديش ته په 87ؤ رنزو ماتې ورکړې ده.
بنگله ديش دټاس گټلو وروستو هند ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه.
هند په مقررو 50ؤ اورونو کې بنگله ديش ته دگټې لپاره دڅلورو وکټو په تاوان د370ؤ رنزو هدف ورکړى ؤ چې ددې په ځواب کې بنگله ديش په مقررو پنځوسو اورونو کې دنهو وکټو په تاوان 283 رنز جوړ کړل.
دهند لخوا تر ټولو ښۀ بيټنگ اوپنر سهواگ وکړو چې په 140ؤ باؤلونو 175 رنز جوړ کړل او مين اف دي ميچ وگرځول شو.
دهغه نه علاوه دهند ورتهـ کوهلي هم په 83ؤ باؤلونو 100 رنز جوړ کړل.
دبنگله ديش لخوا تر ټولو زيات سکور تميم اقبال جوړ کړل چې نوموړي په 86ؤ باؤلونو 70 رنز جوړ کړل.
همدغه شان کپتان شکيب الحسن هم په پنځوسو باؤلونو 55 رنز جوړ کړل.
په هندي باؤلرانو کې تر ټولو ښۀ باولنگ منيف پټيل وکړو چې څلور وکټې يې ترلاسه کړې، همدغه شان ظهير خان دوه، او هربجن سنگهـ او يوسف پټهان يو ، يو لوبغاړى اوټ کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG