لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمداباد: دوهم ټي ټوئنټي کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه


دهند لخوا تر ټولو زيات 72 رنز يوراج سنګهـ کړي دي او دپاکستان عمر ګل څلور وکټې ترلاسه کړي دي
دهند لخوا تر ټولو زيات 72 رنز يوراج سنګهـ کړي دي او دپاکستان عمر ګل څلور وکټې ترلاسه کړي دي
هند پاکستان ته په دوهم او اخري ټي ټوئنټي ميچ کې دجمعې په ورځ سردار پاټيل سټيډيم احمداباد کې په 11ؤ رنزو ماتې ورکړې ده.
هند پاکستان ته دګټې لپاره په مقررو 20ؤ اورونو کې د193 رنز هدف ورکړى ؤ.
پاکستان په شلو اوورنو کې داوؤ وکټو په تاوان 181 رنز جوړ کړي.
دهند لخوا تر ټولو زيات 72 رنز يوراج سنګهـ کړي دي او دپاکستان عمر ګل څلور وکټې ترلاسه کړي دي.
هند ته په لمړي ټي ټوئنټي کې دماتې ورکولو وروستو پاکستان د انټر نيشنل کرکټ کونسل دټي ټوئنټي په درجه بندۍ کې ددريوؤ درجو په پرمختگ کولو سره دريم نمبر ته راغلى او دسري لنکا ټيم دتيرپشان په لمړي مقام دى.
دپينځوؤ کلونو څخه دزياتې مودې وروستو ددواړو روايتي رقيبو هيوادونو ترمينځ دکرکټ رابطې بحال شوي دي چې مينه والو او دکرکټ لوبغاړو يې هم انتظار کولو.
دهند حکومت ددغه کرکټ دسيريز لپاره تقريباً دريوؤ زرو پاکستاني مينه والو ته ويزې جاري کړي دي.
له دې وروستو به ددواړو خواؤ ترمينځ ديو ورځنو ميچونو سيريز پيل کيږي چې پکې به لمړى په 30م دسمبر چنائي کې،دوهم په دريمه جنورۍ کولکته او دريم او اخرى يو ورځنى ميچ به په شپږمه جنورۍ ډهيلي کې لوبولى شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG