لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایشیا کپ لوبو کې، هند پاکستان ته سخته ماتې ورکړه


India Pakistan Cricket
India Pakistan Cricket

د کرکټ ایشیا کپ یا آسیایي جام په لوبو کې، نن د هند ټیم، د پاکستان ټیم ته په اتو ویکټو ماته ورکړله.

په نننۍ لوبه کې چې د هند او پاکستان ټیمونو ترمنځ په دوبی کې ترسره شوه، پچه پاکستان وگټله او بیټینگ یا توپ وهنه یې غوره کړه.

پاکستان تر ۴۴ آوره پورې لوبه وکړه، د ١٦٢ منډو په جوړولو سره یې، ټول لوبغاړي وسوځیدل او هند ته هدف ١٦٣ وټاکل شو.

په لومړي میدان کې د پاکستان له اړخه، بابر اعظم او شعیب ملک، هر یو پخپل وار ۴٧ او ۴٣ منډې جوړې کړې چې تر ټولو زیاتې منډې وې. فخر زمان او عثمان خان دواړه په صفر کې اوټ شول.

په دویم میدان کې د هند یوازې ٢ لوبغاړي وسوځېدل او په ٢٩ آورونو کې یې ١٦۴ منډې جوړې کړې.

د هند له اړخه، تر ټولو زیاتې منډې روهټ شرما جوړې کړې (٥٢ منډې)، او ورپسې شیکر داون ۴٦ منډې جوړې کړې.

هند پرون هم لوبه درلوده چې په هغې کې یې د هانگ کانگ لوبډلې ته د ٢٦ منډو په توپیر ماته ورکړې وه. له هغه دوه ورځې مخکې، پاکستان هم هانگ کانگ ته د ٨ ویکټو په توپیر ماته ورکړې وه.

د نن ورځې په لوبې سره، د ایشیا کپ سیالیو د اې گروپ لوبې ختمې شوې او په بل پړاو کې به د بي گروپ له دوو وتلو لوبډلو سره لوبې وکړي چې یو یې پکې افغانستان او بله یې بنگله دیش لوبډله ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG