د هند د وزير اعظم نرېندرا مودي د هماليه سيمې د اروناچل پردېش ايالت په دوره چين هندوستان ته سفارتي شکايت کړی او په دوره يې اعتراض کړی ځکه چين دعوه کوي ياده سيمه د چين خاوره ده خو هندوستان دغه اعتراض بې ځايه بللی.
دا تريخوالی د تېرو څلورو کالو په موده کې تازه پېښه ده چې د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمنځ کيږي او د پس کېدو نوم نه اخلي. د بيجينګ د شکايت کولو يوه ورځ وروستو د هند د خارجه چارو وزارت وياند رندير جسول د مودي په دوره ويلي چې د چين اعتراض دا ريښتيا نه شي بدلولی چې اروناچل پرديش د هند و او ترتله به د هند يوه نه بيلېدونکې برخه وي.
د خالي، شنبې په ورځ مودي د يادې سيمې په دوره کې د څلور زره ميټره اوچت سرنګ پرانسته کړې چې په دواړه اړخه تګ راتګ ته ترې لاره برابر شوې.
دا لاره به د دغې لرې پرتې سيمې سره د تګ راتګ او پوځيانو د حرکت او پوځي سامانونو پولې ته د وړو راوړو د پاره کال و سر خلاصه وي چرته چې دواړو هېوادونو په ګڼ شمېر کې ځواکونه ګومارلي شوي دي. مودي د ځينې نورو ترقياتي منصوبو د جوړولو اعلان هم وکړو چې به پکې د سړکونو په جوړولو او د بجلۍ پيدا کولو په کار لاس پورې کيږي.
نوی ډيلی په تندۍ سره په دې سيمه کې د غټو ودانو لکه سړکونو او پلونو په بشپړ کولو په داسې حال کې لګيا دی چې د هند او چين ترمنځ په 3500 کيلوميتره ګډه پوله تاو تريخوالی موجود دی.
د چين د خارجه چارو وزارت وياند وانګ وېنبېن د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي چين په کلکه د هندي مشر اروناچل پرديش ته تګ غندي او د دې مخالفت کوي. چين يادې سيمې ته زنګنان وايي او په هند نيوکه کوي چې په خپل سر دې د چين په زنګنان سيمه کې د ترقۍ کارونه نه کوي.
هغه وويل د هند په دې اړه څه کول به يوازې د پولې سوالونه راپورته کړي او په سيمه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات خراب کړي.
هند د چين دا احتجاجونه رد کړي او جيسول وايي د هندي مشرانو اروناچل پرديش ته وخت په وخت تګ راتګ داسې دی لکه چې د هېواد نورو ايالتونو ته وي او په داسې دورو اعتراض کول او د هند د ترقياتي کارونو مخالفت کول د پوهې نه پرته عمل دی.
چين په تېر کې هم د هندي مشرانو اروناچل پرديش ته په تګ راتګ اعترضونه کړي خو د تېر کال راهسې دغلته تاو تريخوالی سېوا شوی دی.
تېر کال په اګست کې هند بيجينګ ته شکايت کړی و کله چې چين يوه نوې نقشه خوره کړه او اروناچل پرديش يې د چين برخه وګرځوله.
په تېر اپريل کې چين د يولسو ځايونو، سيندونو او غرونو نومونه بدل کړي.
په شپېته کاله کې د چين او هند ترمنځ په وړومبي ځل دومره خراب شوي چې ځواکونه يې د يو بل سره جنګېدلي او په کال 2020 کې په لداخ کې په مخامخ جګړه کې شل هندي او څلور چينايي پوځيان وژلي شوي وو.
د دغې پېښې وروستو دواړو خواو په زرګونو پوځيان په سيمه کې ګومارلي چې جنګي جهازونه، توپخانه او ټينکونه يې هم بدرګه کوي.
هندي وزير خارجه سوبرامينيم جيشنکر تېره ورځ يوې ناستې ته پخپله وينا کې ويلي په تېر څلورو کالو کې چې کوم تاو تريخوالی ګورو دا د يو اړخ هم په ګټه نه دی او غواړي چې څومره زر وي د دې شخړې د منلو وړ حل راوباسي.
Forum