لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان کې د شهریت د نوي قانون خلاف احتجاجونه دوام لري


په هندوستان کې د هغه نوي قانون خلاف احتجاجونه دوام لري چې ترمخه به یې د افغانستان، پاکستان او بنگله دیش څخه ورغلو یوازې غیر مسلمو ته د هند شهریت ورکول کیږی.

د هند سرښار نوي دلي کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د زرگونو په شمیره خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او په ځینو ځایانو کې د پولیس او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې هم وشوې. پولیس اوښکې بهېونکي گېس استعمال کړو او مظاهره چیانو پولیس په کاڼو وویشتل.

د هندوستان پارلېمنټ تېره هفته د شهریت نوی قانون منظور کړو چې ترمخه به یې هندوستان د افغانستان، پاکستان او بنگله دیش څخه ورغلو یوازې هندو، عیسايي او نورو غیر مسلمو ته شهریت ورکوي. د نوي قانون مخالفین وايي د دې نه مسلمانان بهر ساتل شوې دي.

وزیراعظم نرندره مودي د نوي قانون دفاع کړې ده او وايي د د انساني خواښوږۍ بنیاد جوړ کړی شوی دی.

د مسلمانانو تر څنگ د قانون خلاف نورو خلک هم په احتجاج راپاسېدلې دي او په هېواد په بېلا بېلو برخو کې د شهریت د قانون خلاف مظاهرې شوې دي.

د هندوستان د ابادۍ ٨٠ فیصد خلک د هندو مذهب منوونکي دي او ١۴ فیصد پکې مسلمانان دي. د دغو شمېرو ترمخه په هندوستان کې ٢٠٠ مېلین مسلمانان مېشته دي.

د هندوستان د شهریت نوی قانون په داسې حالې کې جوړ شوی دی چې هندوستان د مسلمانانو د اکثریتي سیمې، کشمیر، خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړی او د هند حکومت په هغه ځای د مندر جوړېدو اجازت ورکړی چې سخت دریځه هندوانو پکې یو جومات نړولی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG