لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان د عامو انتخاباتو وړمبی پړاو سر ته ورسېدو



الېکشن کمېشن وايي په هېواد کې د ټولو رجسټرډ شوو ووټونو شمیره څه د پاسه 970 میلینه ده او د لوک سبها لپاره به په ټولو 543 چوکیو په 7 پړاونو کې عمومي ټاکنې کېږي چې تر جون اولنۍ نیټې پورې به سر ته ورسي او الېکشن کمېشن به د جون په څلورمه نیټه د حتمي نتیجو اعلان وکړي
الېکشن کمېشن وايي په هېواد کې د ټولو رجسټرډ شوو ووټونو شمیره څه د پاسه 970 میلینه ده او د لوک سبها لپاره به په ټولو 543 چوکیو په 7 پړاونو کې عمومي ټاکنې کېږي چې تر جون اولنۍ نیټې پورې به سر ته ورسي او الېکشن کمېشن به د جون په څلورمه نیټه د حتمي نتیجو اعلان وکړي

په هند کې د عمومي انتخاباتو لمړی پړاو د اپریل په 19 مه نیټه د جمعې په ورځ سر ته رسیدلی او د هند د ټاکنو کمېشن ویلي په 21 ریاستونو کې په مجموعي توګه په 102 حلقو باندې ووټرانو د خپلې خوښې امیدوارانو ته ووټونه ورکړل.

روېټرز خبري اداره وايي په لمړي پړاو کې تر 60 فیصده پورې ووټرانو خپلې رای ورکړي دي.

په لوک سبها یا د پارلېمنټ په زېلي اېوان کې ټولې څومره چوکۍ دي ؟

الېکشن کمېشن وايي په هېواد کې د ټولو رجسټرډ شوو ووټونو شمیره څه د پاسه 970 میلینه ده او د لوک سبها لپاره به په ټولو 543 چوکیو په 7 پړاونو کې عمومي ټاکنې کېږي چې تر جون اولنۍ نیټې پورې به سر ته ورسي او الېکشن کمېشن به د جون په څلورمه نیټه د حتمي نتیجو اعلان وکړي.

د هند د ټاکنو د کمېشن د تفصیل ترمخه د لوک سبها د باقي شپږو پړاونو ټاکنو په لړ کې به د دویم پړاو ټاکنې د روانې میاشې به 26 مه نیټه، دریم پړاو په اوومه مۍ ، څلورم پړاو د مۍ به 13مه نیټه ، پنځم پړاو د مۍ په 20 مه ، شپږم پړاو د مۍ په ۲۵ او اخیری او اووم پړاو د جون په اولنۍ نیټه سر ته ورسي.

د هند د ټاکنو په اړه قانون وايي چې د هغه ګوند امیدوار به د هېواد نوی منتخب وزیر اعظم وټاکل شي چې په لوک سبها کې ورسره د 272 چوکو اکثریت وي .

په کومو ریاستونو کې ټاکنې وشوې ؟

روېټرز خبري اداره د هندي چارواکو له قوله وايی چې نن د جمعې په ورځ د اتر پردیش، تامل ناڈو، اتراکهنډ، مني پور، ميګهالیه، اسام، مهاراشټرا، راجسهتان، مغربي بنګال، ریاستو ترڅنګ په سرښار نوي دلي کې او د هند د انتظام لاندې د کشمیر په ځینو حلقو کې خلکو ووټونه ورکړل.

په ټاکنو کې دوه غټ اتحادونه او دعوې

د امیدوار په حیث نریندرا مودي په دریم ځل د هېواد د وزیر اعظم د چوکۍ امیدوار دی او د هند مطبوعات وايي چې دده ګوند بهارتیه جنتا پارټۍ او ملګرو اتحادیانو یې د نېشنل ډیموکرټیک الاینس د لارې په لوک سبها کې ځان ته تر 400 پورې د پارلیماني چوکو ګټلو هدف اېښودې دی.

بل پلو ددوی مخالف اتحاد انډین نېشنل ډویلپمنټل الاینس دعوه کوی دوي به هېواد کې یو کامیاب انتخابي هم د لارې ولس ته خپله مترًقي ایجنډا ور وړاندې کړې ده او هیله یې څرګنده کړې ده چې دا ځل به د بي جی پي له واکه بهر ساتلو کې کامیابه شي.

د کال 2019 په ټاکنو کې د نریندرا مودي ګوند بهارتیه جنتا پارټۍ په پارلیمان کې ټولې 303 چوکۍ تر لاسه کړې وې او د هېواد بل لویې ګوند کانګرس یواځې 52 چاوکیو باندې بریا تر لاسه کړې وه. راهول ګاندي د کانګرس د یو اهمه لیډر په حیث پېژندل کېږي دده مور او د ګاندهي خاندان اوسنۍ مشره سونیا ګاندهي دا ځل په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

د ووټونو په مهال د امنیت حال

چارواکي وايی چې په زیاتره سیمو کې د لمړي پړاو ټاکنې په مجموعي توګه په پرامنه ماحول کې تر سره شوي خو زیاتوي د هېواد په غربي بنګال او مني پور سیمو کې د ووټونو په وخت د تشدد ځینې پېشې رپورت‌ شوي دي. چارواکي وايي پېشې د سیاسي ګوندونو د کارکونکو ترمنځه شوي خو امنیتي ادارو پې زر قابو موندلی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG