د مۍ په ۱۳مه د دواړه هیوادونو مشرانو دغه دستاویزات لاسلیک کړي. د هند وزیراعظم نریندره مودي حکومت وايي د منځني ختیځ دغه هیواد سره د اړیکو مظبوطولو په غرض يې دغه ګام پورته کړی دی.
د ایران په سوېل ختیځ کې د خلیج عمان سره څېرمه دغه بندر د رغولو کار هند ترسره کوي چې غواړي د خپل غلیم هیواد پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو په ځای مرکزي اېشیا، افغانستان او ایران ته تجارت د چابهار په لار وکړی شي.
په ایران د امریکا لخوا د بندیزونو له سببه په دغه بندر کار لږ د سستۍ ښکار شوی.
په تهران کې د لوظنامې د لاسلیک کولو نه ورستو د هند شیپینګ د چارو وزیر سربانندا سونوال ویلي د سیمه ییزه رابطو او سوکالۍ سېوا کولو سره ددې چابهاربندر نه مونږ په ګډه ګټې پورته کولی شو.
د دواړه هیوادونو چارواکي وايي چې دا اوږدمهاله لوظنامه د انډین پورټس ګلوبل لمېټډ او د ایران بندري او سمندري چارو تنظیم تر منځ شوې ده.
د ټول مصرف ۳۷۰ ملیونه ډالرو نه به د لوظنامې ترمخه انډین پورټس ګلوبل لمېټډ د ۱۲۰ میلینه ډالرو پنګونه کوي او د پاتې نورو ۲۵۰ میلینو لپاره به پور ترلاسه کوي.
د چابهار په بندر تر اوسه د هند نه افغانستان ته دوه نیم میلینه ټنه غنم او دوه زره ټنه دالونه لیږل شوي دي.
Forum