لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر په یو شمېر برخو کې ګرځبندیز پرځای کړی شوی


ای پي وايي پولیس او پېراملېټري عسکر د سرینګر په لارو کوڅو کې ګرځیدل او خلکو ته یې د کور دننه د پاتې کېدو احکامات ورکول، د ښار په یو شمېر سړکونو ازغن تارونه لګول شوي وو خو لارې کوڅې زیاتره خالي وې
ای پي وايي پولیس او پېراملېټري عسکر د سرینګر په لارو کوڅو کې ګرځیدل او خلکو ته یې د کور دننه د پاتې کېدو احکامات ورکول، د ښار په یو شمېر سړکونو ازغن تارونه لګول شوي وو خو لارې کوڅې زیاتره خالي وې

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر د خصوصي خپلواکه حېثيت ختمیدو کال پوره کېدو نه یوه ورځ‌ وړاندې هندوستان د کشمیر په یو شمېر برخو کې کرفیو یا ګرځبندیز پرځای کړی دی او یو چارواکي ويلي په سرینګر کې د مظاهرو بندوبست شوی چې د کشمیر خپلواکۍ ختمیدل په توره ورځ ولمانځي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه حکومتي چارواکي شاهد اقبال چوهدري وویل د امن او امان پرځای ساتلو په غرض د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر مرکزي ښار سرینګر کې کرفیو لګول شوي ده.

ښاغلي چوهدري وویل د هندوستان مخالفینو د اګست پنځمه نېټه د تورې ورځ په توګه د نمانځلو او په سرینګر کې د احتجاجونو تابیه کړې ده.

ای پي وايي پولیس او پېراملېټري عسکر د سرینګر په لارو کوڅو کې ګرځیدل او خلکو ته یې د کور دننه د پاتې کېدو احکامات ورکول، د ښار په یو شمېر سړکونو ازغن تارونه لګول شوي وو خو لارې کوڅې زیاتره خالي وې.

شاهد اقبال چوهدري وویل کرفیو به د نهې، سه شنبې، او د شورو‌، چهارشنبې، پورې پرځای وي.

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې یو پولیس افسر ای پي ته د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې په تېرو څو ورځو کې یو شمېر ځوانان په دې شک نیول شوي دي چې دوی به مظاهرې کوي. پولیس افسر وویل دوی یو شمېر داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې ښايي بېلتون خوښي او هغه ډلې چې پاکستان یې ملاتړ کوي د اګست په پنځمه د تورې ورځ لمانځلو په موقع به احتجاجونه او تشدد وکړي.
تېرکال د اګست په پنځمه نېټه د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو او سیمه یې د وفاقي حکومت د اختیار لاندې چلېدونکو دوو برخو کې ووېشله.

د هندوستان د واک من ګوند دریځ و چې د کشمیر خصوصي حېثیت د سیمې په هندوستان د انضمام په لاره کې خنډ و.

ای پي وايي د دغه ګام راهسې هندوستان په کشمیر کې یو شمېر نوي قوانین پرځای کړي دي چې ځايي خلک وايي هدف یې د مسلمانانو د اکثریت سيمې د ابادي تناسب بدلوول دي.

ای پي وايي د کشمير حېثیت ختمولو ترڅنګ هندوستان په کشمیر یو شمېر بندیزونه پرځای کړل چې پکې انټرنیټ او د نورو مواصلاتي نظام بندیدل هم شامل وو که څه هم دغه بندیزونه لېرې کړی شوي دی خو د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ وویل هندوستان باید په کشمیر د خلکو د زورولو تګلاره ختمه کړي.

هندوستان په کشمیر د خپلو ګامونو دفاع کړې وه او ويلي یې وو چې دا یې په سیمه کې امن پرځای ساتلو دپاره اخیستي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG