لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشر وژنې خلاف نړیوال تنظیم په کشمیر او اسام کې د قتل عام ویره څرگنده کړې


هندي چارواکي په کشمیر کې بیلتون خوښې وسله وال د ترهگرو په نامه یادوي او وايي پاکستان یې ملاتړ کوي. پاکستان دغه خبره ردوي وايي هند نه د ازادۍ خوښتونکو کمشیریانو اخلاقي او سفارتي حمایت کوي
هندي چارواکي په کشمیر کې بیلتون خوښې وسله وال د ترهگرو په نامه یادوي او وايي پاکستان یې ملاتړ کوي. پاکستان دغه خبره ردوي وايي هند نه د ازادۍ خوښتونکو کمشیریانو اخلاقي او سفارتي حمایت کوي

د بشر وژنې يا قتل عام د مخ نيوي نړيوال تنظيم "جېنوسایډ واچ" د هندوستان د انتظام دلاندې کشمير او د هند په آسام ریاست کې د قتل عام خبرداری جاري کړی دی.

د قتل عام د مخنيوي تنظيم په ملګرو ملتونو او اړوند ادارو غږ کړی هندوستان دې په کشمير کې د قتل عام يا بشر وژنې نه ودروي.

د جېنو سایډ واچ په خبرداري د هندوستان دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

جېنوسایډ واچ په کال 1999م کې امريکايې پروفېسر ډاکټر ګرېګري سټېنټن جوړ کړی چې مقصد يې په دنيا کې د قتل عام يا بشر وژنې معلومول، مخ نيوی او په دغه جرم کې ککړو ته سزا ورکول دي.

دغه تنظيم په شام، عراق، يمن، روانډا او د نړۍ په يو شمېر نورو جنګ ځپلو سيمو کې هم د قتل عام يا بشر وژنې خبرداري کړي خو خپل تازه خبرداری يې د هند د انتظام دلاندې کشمير او د اسام دپاره جاري کړی.

په کشمير کې د قتل عام په اړه د ډاکټر سټېنټن وړاندې کړی شوې اعلامیه وايي په کشمير کې په درنه وسله سنبال 600000 هندي ځواکونه او پوليس پرځای کړی شوي او په دغه سيمه کې مسلمانانو ته ترهګر مجرمان او بېلتون خوښي ويل کېږي.

د قتل عام د څارنې نړيوال تنظيم وايې د هند وزيراعظم نرېندرا مودي او د هغه ګوند بي جی پي په سوشل مېډيا د مسلمانانو خلاف کرکه، نفرت او دروغ خوروي او وايې د کشمير مسلمانان د هندي ځواکونو د لاسه د جنسي تېريو، تشدد او بې ځايه نيولو سره مخ دي.

دغه تنظم په خپل وروستي رپوټ کې ويلي په کشمير کې د هندي پوځونو او مسلمانانو وسله والو د لاسه د کال 1990 راهېسې 25 ځله بشري قتلان شوی.

جېنو سایډ واچ وايې وزیراعظم مودي او د هغه د بي جی پي ګوندد دې خبرې نه انکار کوي چې ګنې هندي پوځ او پوليسو په کشمير کې قتلان يا جنسي تيري کړي او زياتوي د دوی مقصد په کشمير کې د ترهګرۍ ختمون او خوشحالي ده.

د هندو ملت پاله ګوند بي جی پي په مشرۍ کې وزيراعظم نرېندرا مودي د اګست په پينځمه نېټه د کشمير خپلواکه حېثيت بدل کړو او په کشمير کې يې هرډول ټيلي فوني او د انټرنېټ رابطې وتړلې. د دې ترڅنګ يې په اولسي تګ راتګ هم بنديزونه ولګول جېنوسایډ واچ وايي هند تر دې دمه د 4000 نه زيات خلک ګرفتار کړي.

خو هندی مطبوعات وايي په کشمیر کې سکولونه بیرته پرانیستل شوي خو د امنیت د غیر یقیني حالاتو له امله په سکولونو کې د ماشومانو حاضري کمه ده او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هندي مطبوعاتو وویل په کشمیر کې د ورځې په وخت د خلکو په تگ راتگ پابندي ختمه کړی شوې، په ځینو سیمو کې د مواصلاتي نظام پرانیستل شوی او حکومتي دفترونه پرانیستل شوي دي.

د کشمير ترڅنګ د جېنو سایډ واچ د هندوستان په آسام صوبه کې هم د قتل عام خبرداری کړی. ادارې ویلي په ریاست کې به نزدې د 70 لاکه خلکو نه، چې زياتره پکې د بنګال مسلمانان دي، د هند شهريت بېرته واخیستل شي او په حراستي مرکزونو کې به واچول شي.

په دغه صوبه کې د 32 ميلينه وګړو د شناختي کارډونو د تصديق عمل روان دی چې ويره ده دغلته به مسلمانان د شهريت د لسټ نه بهر کړی شي.

جېنوسایډ واچ تنظيم وايې که هندوستان په کشمير او آسام کې د قتلان مخه وه نه نیوله نو دا به جېنوسایډ د نړيوال تړون خلاف ورزي وي.

هندوستان لا د جينوسايډ لخوا ورکړل شوي خبرداريو ته څه ځواب نه دی وېلی.

هندوستان د کشمیر په اړه د خپلې فیصلې دفاع کوي وايي د دې دلارې به د هیواد سره د سیمې د یوځای کېدلو عمل اسان شي او په کشمیر کې به ترهگري ختمه شي. هندي چارواکي په کشمیر کې بیلتون خوښې وسله وال د ترهگرو په نامه یادوي او وايي پاکستان یې ملاتړ کوي. پاکستان وايي هند نه د ازادۍ خوښتونکو کمشیریانو اخلاقي او سفارتي حمایت کوي.

http://www.genocidewatch.com/single-post/2019/08/15/Genocide-Alert-for-Kashmir-India

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG