د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې پولیس ویلي یو وسله وال کمانډر او د هغه دوه ملگري یې د ترهگرۍ په ضد عملیاتو کې وژلي دي.
د هندي کشمیر د پولیس مشر دلباغ سنگ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل وسله وال کمانډر حمید لېلهاري او د هغه ملگري په اوانتیوره کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د امنیتي ځواکونو سره په جگړه کې ووژل شو.
پولیس وویل لیلهاري د انصار غزوت الهند نومې وسله والې ډلې د عملیاتو مشر و چې تېر کال د ذاکر موسا نومې وسله وال د وژل کیدو وروسته یې دغه ذمه واري ترلاسه کړې وه. پولیسس وویل دا ډله د القاعده سره هم رابطې لري.
د پولیس مشر دلباغ سنگ وویل د حمید لیلهاري د وژل کیدو سره دغه ډلې ختمه کړی شوه.
بلخوا د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د زرگونو په شمیره کې خلکو د وژل شویو وسله والو په جنازو به شرکت وکړو چې د هغوی په کلیو کې وشوې.
هندوستان وايي پاکستان په کشمیر کې د هندي ځواکونو خلاف جنگېدونکو وسله والو ملاتړ کوي خو پاکستان داخبره ردوي.