د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې د هندوستان خلاف په مظاهرو کې د تشدد په دویمه ورځ ١٠ کسان وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې عام خلک او باغیان شامل دي.
په وژل شوو باغیانو کې د یونیورسټۍ یو پروفیسر هم دی چې د کشمیر مرکزي ښار سري نگر ښار په جنوب کې په شوپیان ضلع کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پولیس سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
پولیس وویل پروفیسر رفیع بهټ دوه ورځې وړاندې د باغیانو سره شامل شوی و او په هغه حکومت د تسلمېدو دپاره فشار اچول شوی و خو هغه د تسلیمیدو نه انکار وکړو.
پولیس وویل په کشمیر کې د حزب المجادین ډلې یو کمانډر هم ووژل شو. حزب المجاهدین هند څخه د کشمیر د ازدولو دپاره د هندوستان خلاف جنگیږي. هندي چارواکي په پاکستان د حزب المجاهدین د ملاتړ الزام لگوي او وايي دغه مسلح ډله په پاکستان کې مرکزونه لري. پاکستان دا خبره ردوي.
ملکي کسانو ته مرگ ژوبله په مظاهرینو د پولیس د اوښکو گیس او د ډزو په نتیجه کې رسیدلې ده.
په کشمیر کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د اړي گړي یوه ورځ وړاندې په سري نگر کې درې وسلوال او څلور ملکي کسان ووژل شو.
د نور تشدد د مخنیوي په لړ کې د کشمیر یونیورسټي د گل، دوشبنې، نه د دوو ورځو دپاره تړل شوي ده.
په سري نگر کې گرځ بندیز پرځای کړی شوی دی او انټرنیټ بند دی.
څیړونکي وايي په تازه تشدد کې د پروفېسر وژل کیدل په کشمیر کې د هندوستان دپاره نوی مشکل راولاړ کړی دی او هغه دا چې په زیاته شمیره کې تعلیم یافته خلک کشمیر د هندوستان د ازادولو دپاره د وسلوالو په صفونو کې شاملیږي.
لیکواله او څېړونکي رادها کمار وايي دا چې یو پروفیسر وسله راخلي یوه غیرمعمولي او د تشویش خبره ده.
څېړونکي دا هم د تشویش خبره گڼي چې په اولسي کچه د باغیانو په حمایت کې اضافه شوي ده، چې څرگندونه يې ددې خبرې نه کیږي چې په لویه شمیره کې خلک په لارو کوڅو کې احتجاجونو ته راوځي.
څیړونکي وايي په کشمیر کې د سیاسي مکالمې د نشت والي له امله هم د هندوستان خلاف جذباتو کې اضافه شوې ده.
د هندوستان حکومت وايي خبرې به هله کوي چې تشدد ودریږي.