لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنځو میاشتو د ځنډ وروسته به هند په کشمیر کې د ټېکسټ مېسجونو نظام بحال کړي


پنځه میاشتې وړاندې هندوستان د یو آئېنې ترمیم دلارې د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو، په سیمه کې یې د امنیت سخت انتظامات پرځای کړل او خوا او شا ټول مواصلاتي نظام یې قطع کړو
پنځه میاشتې وړاندې هندوستان د یو آئېنې ترمیم دلارې د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو، په سیمه کې یې د امنیت سخت انتظامات پرځای کړل او خوا او شا ټول مواصلاتي نظام یې قطع کړو

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې به د پنځو میاشتو د ځنډ وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټېکسټ مېسجونو یا د لیکل شویو پېغامونو د لېږلو رالېږلو نظام بحال کړی شي.

پنځه میاشتې وړاندې هندوستان د یو آئېنې ترمیم دلارې د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو، په سیمه کې یې د امنیت سخت انتظامات پرځای کړل او خوا او شا ټول مواصلاتي نظام یې قطع کړو.

که څه هم ناقدینو په کشمیر کې د هندوستان د اقداماتو غندنه کوله خو د هندوستان دریځ و چې دغه گامونه یې د ولس د امن او امان په خاطر اخیستې دي.

د اکتوبر په میاشت کې د ځمکني ټېلې فون او د موبایل نظام بحال کړی شوی دی.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د کشمیر د ځايي حکومت ترجمان روهیت کنسال په سیمه کې د ټېکسټ پېغامونو نظام د بحالۍ فیصله حالاتو ته په کتنه شوې ده.

ښاغلي کنسال وویل په حکومتي هسپتالونو کې به براډ بېنډ انټرنېټ یا تېز رفتار انټرنېټ هم بحال کړی شي خو د عام استعمال کوونکو دپاره به براډ بېنډ انټرنېټ او په موبایل انټرنېټ لا بند وي.

ای پي وايي مامورین ویره لري چې هغه بېلتون خوښي چې د هند نه ازادي غواړي د مظاهرو راپارولو دپاره انټرنېټ استعمالولی شي.

هندوستان د اگست په میاشت کې د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو. د دې وروسته د هندوستان او پاکستان ترمنځ په تاوتریخوالي کې اضافه شوې ده. پاکستان د هندوستان د فیصلې مخالفت کړی دی.

کشمیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ وېشل خو دواړه گاونډي هېوادونه پرې د ملکیت دعوه لري او جنگونه یې پې هم کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG