هندوستان د دنیا د هغو ملکونو د فهرست په سر کې دی چې تېر کال يې په انټرنېټ تر ټولو زیات بندیزونه نافذ کړي وو. دا خبره اېکسس ناو نومې ادارې کړې چې د خطر سره مخامخ خلکو انټرنېټ ته د رسایې دفاع کوي.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه اېکسس ناو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل او هندوستان پرله پسې په پېنځم کال د انټرنېټ بندونکو ملکونو د فهرست په سر کې پاتې شوی دی.
په نیویارک کې مېشته اېکسس ناو وویل په ۲۰۲۲ کې په دنیا کې د انټرنېټ د بندېدو ۱۸۷ پېښې وشوې چې ۸۴ پکې په هندوستان کې وې. تنظیم وویل د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې ۴۹ ځله انټرنېټ بند کړی شوی و.
اېکسس ناو وویل د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د سیاسي اړي کړي او د تشدد په سبب ۴۹ ځله انټرنېټ ته رسايي ځنډول شوي وه چې پکې د ۲۰۲۲ د جنورۍ او د فېبرورۍ په میاشتو کې انټرنېټ د تړلو دپاره پرله پسې ۱۶ احکامات شامل دي.
روېټرز وايي هندوستان او پاکستان په کشمیر د ملکیت دعوې لري چې د دواړو ملکونو ترمنځ د تاوتریخوالي او د جنګونو سبب هم جوړ شوی دی.
د ۲۰۱۹ د اګست په میاشت کې روېټرز وايي د هندوستان د وزیراعظم نرندره مودي هندو قام پرسته واکمن ګوند بهارتیا جنتا پارټۍ د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثت ختم کړو او علاقه يې د وفاقي حکومت د انتظام لاندې دوو برخو کې تقیسم کړه.
د رپورټ ترمخه، د دغه ګام نه پس په کشمیر کې د امنیت په بنیاد په مواصلاتو پابندۍ لګول شوي دي.
د انساني حقونو فعالان وايي هند دغه ګامونه د مخالفینو د خاموشه کولو دپاره اخلي.
هندوستان وایي کشمیر بېلولو دپاره وسله وال د پاکستان په ملاتړ د هندي ځواکونو خلاف جنګېږي خو اسلام اباد دغه خبره ردوي.
اېکسس ناو وايي هندوستان د ۲۰۱۷ راهسې د انټرنېټ بندونکو ملکو د فهرست په سر کې دی خو ۲۰۲۲ لومړی کال و چې په هند کې انټرنېټ د بندېدو د ۱۰۰ نه کمې پېښې رپورټ شوې.
د هندوستان نه پس اوکراین په دویمه درجه و. په اوکراین د روس د یرغل نه پس روس په اوکراین کې ۲۲ ځله انټرنېټ بند کړی و.
ایران په دریمه شمېره و چېرته چې د حکومت په ضد د مظاهرو په مهال ۱۸ ځله انټرنېټ بند کړی و.
په ایران کې مظاهرې د پولیس په ولکه کې د مهسا امیني د مرګ نه پس راپارېدلې وې. پولیس امیني په دې الزام نيولي وه چې حجاب په مناسب ډول نه و اغوستی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي