لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بالي وډ فلم "پدماوتي" احتجاجونه راپارولي دي


د پدماوتي فلم خلاف احتجاج کونکي

د هندوستان د واک من بهارتیه جنتا پارټۍ یو سیمه ایز قانون ساز د هند په یوې داستاني ملکه جوړ فلم "پدماوتي" د هیروېنې دیپېکاپاډوکون او فلم ساز سنجی لیلا بهنسالي د سرونو قلم کولو لپاره د یو اشاریه پنځه مېلنه ډالرو انعام اعلان کړی دی.

"پدماوتي" د هندوسان پخواني سلطان علاوالدین خلجي چې ویل کیږي په قام پښتون و او د ملکه پدماوتي د مينې په داستان جوړ فلم دی.

پدماوتي د سږ کال په ځېنو هغه فلمونو کې شامل و چې ډیر په دلچسپۍ یې انتظار کیدلو.

خو د سخت دریځه هندو ډلو د احتجاجونو او مخالفت په وجه پدماوتي فلم لا نه دی ریلیز شوی.

مخالفین وايي فلم د تاریخ غلط شکل پېښ کوي او د مرکزي کردارونو، علاوالدین خلجي او پدماوتي، رومانوي مناظر ښايي. تاریخ پوهان وايي پدماوتي یو خیالي کردار و.

د بهارتیه جنتان پارټۍ یو سیاستمدار د فلم هيروینې دیپېکاپاډوکون او فلم ساز سنجی لیلا بهنساله د سرونو قلمولو لپاره د یو اشاریه پنځه مېلینه ډالرو انعام اعلان کړی دی ...

د بهارتیه جنتان پارټۍ یو سیاستمدار د فلم هيروینې دیپېکاپاډوکون او فلم ساز سنجی لیلا بهنساله د سرونو قلمولو لپاره د یو اشاریه پنځه مېلینه ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د راجپوت کرني سینا په نوم یوه ډله د فلم خلاف د احتجاجونو مشري کوي او په هغه سېنما یې حمله هم کړې ده چرته چې د فلم ټریلېر ښودل شوی و. ډلې فلم د هیروینې د پوزه پریکولو دړکه کړې ده او ویلي یې دي چې په سېنما به فلم لگیدو ته نه پریږدي.

د وایس اف امریکا خبریالا انجانا پاسریشا په خپل رپورټ کې لیکي چې د پدماوتي فلم خلاف پرتشدد احتجاجونو دا پوښتنې راپارولي دي چې ایا فنکارانه ازادي د حملو د لاندې ده او دا تشویش یې هم راپارولی چې گني د بهارتیه جنتا پارټۍ په واک د راتلو ورسته انتهاه پسند هندو ډلې زړورې شوي دي؟

د راجپوت کرني سینا په نوم یوه ډله د فلم خلاف د احتجاجونو مشري کوي او په هغه سېنما یې حمله هم کړې ده چرته چې د فلم ټریلېر ښودل شوی و. ډلې فلم د هیروینې د پوزه پریکولو دړکه کړې ده
د راجپوت کرني سینا په نوم یوه ډله د فلم خلاف د احتجاجونو مشري کوي او په هغه سېنما یې حمله هم کړې ده چرته چې د فلم ټریلېر ښودل شوی و. ډلې فلم د هیروینې د پوزه پریکولو دړکه کړې ده

د فلم جوړونکي وايي خلک دې په احتجاج د لاس پورې کولو نه وړاندې دا فلم وگوري. فلم سازان وايی پدماوتي د هندوانو زړونه نه ازاروي او دا خبره ردوي چې گني په فلم کې د سلطان علاوالدین خلجي او د پدماوتي رومانوي منظرونه ښودل شوي دي. د فلم خلاف احتجاجونه هم ددغه یاد شوو منظرونو په سر راپاریدلي دي.

انجانا پاسریشا وايي د فلم سازانو دغو دلیلونو څه ځای نه دی نیولی او مخالفین وايي په دې فلم کې د راجپوت قام په وقار حمله شوي ده. راجپوت د شمالي هندوستان یوه جنگجو قبیله ده چې پدماوتي د خپل ځان دپاره د افتخار علامت گڼي.

په هندوستان کې د کتابونو، فلمونو او د لیکنو خلاف د هندوانو او یا د مسلمانانو احتجاجونه څه نوي خبره نه ده. په کال ٢٠١۴ کې د یو امریکايي منصنف کتابونه د سخت دریځه هندوانو د احتجاجونو ورسته د دوکانونو څخه لرې کړی شول او د لیکوال سلمان رشدي کتاب "دي سېټينیک ورسز" باندې په هندوستان کې پابندي لگول شوي ده ځکه چې مسلمانان وايي دا د مذهب سپکاوی کوي.

XS
SM
MD
LG