لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د هند په وړاندې له هر انچ خاورې څخه به په کلکه دفاع کوو


پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر ویلي، د هند د تیري په وړاندې به د هېواد له هر انچ خاورې څخه دفاع کوي.

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې ددفاع د وزیر خرم دستګیر له خولې راخیستې دي:

(د هند لخوا هر تیری او هر غلط سټراټیژیک ګام به په هر ځآی او هره اندازه چې وي بې ځوابه او بې سزا پاتې نشي.)

د پاکستان لخوا دغه غبرګون یواځې یوه ورځ وروسته له هاغې څرګند شو کله چې په هندي کشمیر کې د هندي پوځ په یوه مرکز باندې د ترهګرو لخوا په ترسره شوي برید کې د هند لخوا پاکستان تورن شو.

د هند د دفاع وزیرې تور پورې کړ چې ددغه برید تر شا پاکستان لاس لري او پاکستان به ددغو بریدونو قیمت ادا کوي.

د هندو په نامه یوې هندۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې د هند ددفاع وزیرې نرمالا سېتارمن په نوي ډلي کې خبریالانو ته ویلي: " پاکستان به ددې ناوړې پېښې قیمت ادا کوي "

په جمو او کشمیر کې له ترهګرو سره د دوه ورځنۍ نښتې په ترڅ کې پنځه هندي سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شویدي او لس نور ژوبل شویدي.

هند ویلي، په درنو وسلو سمبال دغه ترهګر د پاکستانۍ ترهګرې ډلې جیش محمد غړي وو.

هندوستان د اوږدې مودې راهیسې په پاکستان تور لګوي چې ترهګرو ته روزنه او وسلې ورکوي او بیا یې له هند سره پولې ته په کشمیر کې رسوي.

هند په ۲۰۱۶ کال کې ویلي و چې ځانګړي ځواکونه یې د ترهګرو پرضد بریدونو لپاره په کشمیر کې له کنټرول لاین څخه اوښتي و.

دا کار وروسته له هاغې شوی و کله چې ترهګرو د هند په یو پوځي مرکز باندې برید وکړ او ۱۸ هندي سرتیري یې ووژل.

پاکستان دا ردوي، چې ګواکې په کشمیر کې وسلوالو ته وسلې ورکوي خو دا مني چې د کشمیر له خلکو سره سیاسي او اخلاقي مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG