لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند سره سفارتي تعلقاتو د کمولو فیصله کړې


د نېشنل سکیورټي کمېټي یا د قامي سلامتیه د کمېټۍ د غونډې مشري وزیراعظم عمران خان کوله چې پکې اعلا حکومتي او پوځي مامورین ناست وو
د نېشنل سکیورټي کمېټي یا د قامي سلامتیه د کمېټۍ د غونډې مشري وزیراعظم عمران خان کوله چې پکې اعلا حکومتي او پوځي مامورین ناست وو

د پاکستان حکومت ویلي هندوستان سره یې د سفارتي تعلقاتو د کمولو او د دوه اړخیز تجارت د ځنډولو فیصله کړې ده. پاکستان دا هم وویل چې د اگست په ١٥ د هندوستان د ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توگه لمانځي.

پاکستان د اهند په اړه د دغو گامونو اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د یوې غونډې وروسته وکړو.

د نېشنل سکیورټي کمېټي یا د قامي سلامتیه د کمېټۍ د غونډې مشري وزیراعظم عمران خان کوله چې پکې اعلا حکومتي او پوځي مامورین ناست وو.

د غونډې وروسته، د عمران خان د دفتر څخه جاري شوي بیان کې وویل شو چې پاکستان به هندوستان سره د سفارتي تعلقاتو کچه ټیټه کړي، دوه اړخیزه تجارت به ورسره وځنډوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو انتظاماتو ته به بیا کتنه کوي، معاملات به ملگرو ملتونو او د ادارې امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته وړاندې کوي، د پاکستان د ازادۍ ورځ به د کشمیریانو سره د یوالې په توگه لمانځي او د هندوستان د ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توگه نمانځل کیږي.

د وزیراعظم د دفتر په بیان کې وویل شو چې په خارجي هیوادونو کې د پاکستان سفارتخانو ته وېل شوي دي چې د هندوستان "بې رحمه نسل پرست رژیم (حکومت) منصوبې او د انساني حقونو سرغړونې په ډاگه کړي."

بیان وویل وزیراعظم پوځ ته د بیدار وسیدو امر وکړو.

د هندوستان حکومت د خپل انتظام دلاندې کشمیر خصوصي آئیني حېثیت ختم کړی. د خصوصي حېثیت دلاندې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر ته په یو شمیر معاملاتو کې خپلواکي ترلاسه وه.

د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د فیصلې وروسته په هندي کشمیر کې گرځبندیز پرځای کړی شوی او د انټرنیټ، ټېلې فون او موبایل نظام تړل شوی دی. په سیمه کې په لویه شمیره کې امنیتي ځواکونه پرځای کړی شوي دي.

او په واشنگټن کې د امریکې خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ، وویل هندوستان د کشمیر خصوصي حېثیت په ختمولو کې خو نه واشنگټن خبر کړی و او نه یې د واشنگټن سره په دې اړه څه صلاح کړې وه.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ سټېټ ډپارټمنټ د ټوېټر دلارې وویل چې دا مطبوعاتي رپورټونه صحیح نه دي چې گنې هند د کشمیر په اړه خپلې فیصلې نه امریکا خبر کړې وه او په دې لړ کې یې ورسره صلاح مشوره کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG