لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او هند په یو بل د خپلو ډیپلوماټانو د ځورولو تورونه لگولي


د هندوستان پایتخت نوي ډلي کې د پاکستان سفارتخانه
د هندوستان پایتخت نوي ډلي کې د پاکستان سفارتخانه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، په نوي ډلي کښې د پاکستان سفارتي عمله د هند د دولتي ادارو د چارواکو لخوا باقائده ځورول کیږي، د دوی د ویرولو هڅې کیږي او د تاوتریخوالي هڅې پرې شوې دي.

هند وايي، د پاکستان د دې تورونو کره پلټنې به کوي خو زیاتوي په اسلام اباد کښې هندي سفارتکارانو سره د پاکستاني استخباراتي ادارو لخوا د تیر یو کال راهیسې هم دا ډول بده رویه روانه ده.

د پاکستان خارجه وزارت لخوا په دې اړه خپور شوي بیان کښې یو شمیر داسې پېښې په گوته شوي په کومو کښې چې د پاکستاني چارواکو ترمخه ورسره نوي ډلې کښې د هندي چارواکو لخواه بد چلند شوی دی.

د پاکستان بیان وايي "د سفارتي عملې د ځورونې دا یواځنۍ پېښه نه ده او هندي استخباراتي مامورین د پاکستاني سفارتي عملې کورنیو او ماشومانو سره هم ناروا سلوک کوي".

بیان زیاتوي، د نهې په ورځ د پاکستان سفارت یو گاډی چې د عملې ماشومان په کښې سکول ته روان وو نامعلومه کسانو په لاره کښې درولې، د دوي عکسونه او وډیوگانې یې جوړې کړي او ګواښونه یې ورته کړي دي.

پاکستانې خارجه وزارت وايي، د هند په نوي ډلي کښې د دوي سفارتي عملې سره د مارچ میاشت په نهمه او اتمه نېټه هم داسې سلوک شوی او عمله یې نامعلومه وسله والو د گاډي نه په زوره کوزه کړې وه.

پاکستان وايي، اسلام اباد کښې د هند ستر سفارتکار یې خارجه وزارت ته راغوښتې او ورته یې په یاده پیښه احتجاج کړیدی.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کښې هندي سفارتي عمله هم دا ډول تورونه په پاکستاني استخباراتي ادارو لگوي.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه هندي چارواکي وايي، دوي پسې باقائده څارنه کیږي، د دوي د استوگنې ځایونه خوندي ندي او د پاکستان استخباراتي ادارو کسان د دوي وډیو گانې جوړوي.

هندي چارواکي وايي، په تېره موده کښې په پاکستان کښې د یو هندي چارواکي د کور نه د ده لپ ټاپ کمپوټر نامعلومو کسانو پټ کړېدی.

په سفارتي تعلقاتو کې د کال ١٩٦١ ویانه نړیوال قانون په کوربه هیوادونو کښې د سفارتي عملې خونديتوب او د دوي لپاره ازادي یقیني کوي.

د ویانه کنونشن په نوم دې قانون باندې د نړۍ ١٩١ هیوادونه متفق دي او دا مني، چې سفارتکار به په کوربه هیوادونه کښې نه ځورول کیږي نه به هم په پټه د دوي د خبرو د اورېدو هڅه کیږي.

په کال ١٩۴٧ کښې د برطانیې نه د ازادۍ وروسته هند او پاکستان تر دې دمه درې غټ جنگونه او یو شمېر جگړې کړې دي.

دا مهال هم د دواړو هیوادونو اړیکي سخت کړکېچ لري.

د کال ٢٠١٦ اکټوبر په میاشت کښې د هند حکومت په نوي ډلي کښې د پولیسو لخوا د پاکستاني سفارت د یو چارواکي محمود اختر د نیولو وروسته د جاسوسۍ په تور د هند نه د شړلو فیصله کړې وه.

د دې پیښې څو ورځې وروسته پاکستان هندي سفیر خارجه وزارت ته را وغوښتو او ورته یې اسلام اباد کښې د یو هندي سفارتکار سرجیت سنگ د جاسوسۍ په تړلو د پاکستان نه د شړلو فیصله واوروله.

پاکستان دریځ دا و چې یاد سفارتکار د ویانه سفارتي قانون سرغړونه کړیده او د سفارتي آدابو خیال یې ندی ساتلی.

کال ٢٠١٧ کښې هند نړیوال عدالت کښې په پاکستان کې د کلبوشن یادیو نومي هندي وگړي ته د مرگ سزا ورکولو پر خلاف مقدمه هم کړې وه.

هند کلبوشن یو عادي تن بولي ولې پاکستان وايي، دی د هندي سمند‏ري پوځ یوافسر دی او د پاکستان بلوچستان صوبې ته د جاسوسۍ او اړي گړي جوړولو لپاره راغلې وو.

دواړه اټومي وسله لرونکي گاونډیان د کشمیر په لانجمنه پوله هم یو بل سره تاو تریخوالی لري او په وروستیو کښې په یو بل د ډزو پیښې زیاتې شوي، چې پکښې زیاتره مرگ ژوبله عادي خلقو ته اوړیدلې ده.

دواړو هیوادونو په تیرو ورځو کښې یو بل سره د ښځينه بندیانو، ذهني ناروغانو او د ٧٠ کالو نه زیات عمر لرونکو بندیانو په تبادلې باندې هم موافقه کړې ده.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG