لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند د اول ځل دپاره خپله رافېل جېټ الوتکه ترلاسه کړله


د هند د دفاع وزیر راجناټ سینگهـ پخپله د رافېل جېټ طیارې په کابین کې د پایلټ پر ځای کیناست

فرنس د هغو ٣٦ رافېل جېټ جهازونو له ډلې څخه چې په ٢٠١٦ کال کې یې د خرڅلاو تړون له هند سره لاسلیک کړی و، لومړنی رافېل جېټ هند ته سپارلی دی.

د فرنس د دفاع وزیرې فلورېنس پارلي او هندي سیال یې، راجناټ سېنگهـ چې په درې ورځېني سفر فرنس ته تللی دی، د نهې یا سې شنبې په ورځ د هغه هېواد په سویلي ښار مرینیک ژیروند کې د طیارو جوړولو په یوې کارخانې کې د دغه جهاز د سپارلو په ځانگړې دستورې کې برخه واخیستله.

همدا راز ټاکل شوې وه چې د هند او فرنس د دفاع وزیرانو د دواړو ملکونو ترمنځ د دفاعي همکاریو او په انډوپاسېفیک خطه کې د امنیتي مسایلو په هکله هم خبرې اترې وکړي.

هند له فرنس څخه د رافېل په نوم د پرمختللو جېټ الوتکو د اخیستلو تړون کړی و. د نږدې نهو اربو ډالرو په ارزښت دې تړون باندې تېر کال په هند کې جنجالونه هم راپورته شوي و، او د کنگرېس گوند د وزیراعظم نریندر مودي پر حکومت تور ولگاوه چې دا طیارې یې په درې برابره د هغې بیعې اخیستي کوم چې د کنگرېس گوند د حکومت پر مهال پرې سلا شوې وه.

د مودي حکومت ویلي چې هېڅ راز خلاف ورزي یې نده کړې.

سږکال د مارچ په وروستیو کې د هند د هوایي ځواکونو مشر ویلي و چې د رافېل جهازونو په رارسېدو سره به پاکستان جرآت هم ونه کړي چې لاین آف کنټرول ته نږدې شي.

د هند د هوایي ځواکونو مشر، بیریندر سینگ دهوانا د دې ټکي تر څنگ زیاته کړې وه چې رافېل به د هند په نیمه قاره کې تر ټولو پرمختللې او بهترین جنگي جهاز وي.

دهوانا هندي میډیا ته ویلي و: «د رافېل جهازونو په رارسیدو سره به زمونږ د هوایي دفاع وړتیا څو برابره زیاته شي او هغوی (پاکستان) به زمونږ لاین آف کنټرول یا سرحد ته نږدې هم رانشي. داسې وړتیا به له مونږ سره وي چې هغوی (پاکستان) یې اوس مهال جواب نه لري.»

د رافېل ډوله الوتکو له ترلاسه کولو سره به د هندوستان د هوايي ځواک وړتیاوې زیاتې شي، ځکه دا الوتکې دوه انجنه لري او ډول ډول وسلې له ځان سره لېږدولی شي.

له دغو الوتکو څخه نه یواځې هوايي وړتیاوې زیاتېږي بلکه په اټومي ماموریتونو کې هم کارول کېدای شي.

ددغو الوتکو لېدل هم ستونزمن وي او په درې ډوله کې جوړېږي او د خپلو ځانګړو وزرو له امله په هوا کې ډول ډول مانورونه ترسره کولای شي.

رافېل الوتکې د خپلو دوو انجونو پر زور په یو ساعت کې ۱۹۱۲ کیلومټره واټن وهي او په یو ساعت کې تر ۱۳۹۰ کیلومټرو پورې پورته ته الوتلی شي.

XS
SM
MD
LG