لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندي چارواکي وایي د دوی تر واک لاندې کشمیر کې ځیني محدودیتونه لیرې شوي دي


د هند تر اختیار لاندې کشمیر کې چارواکي وایي چې هغو نن د اتوار/یکشنبې د سرینگر په زیاترو برخو کې لگیدلي محدودیتونه راکم کړي دي.

مجسټریټ شاهد چوهدري په خپل یو ټویټ کې لیکلي چې له ٢٥٠ زیات اې ټي اېم یا د پیسو راایستلو ماشینونه فعال کړی شوي او د بینکونو څانگې هم پرانیستل شوي څو خلک وکړی شي د لوی اختر له لمانځلو مخکې د احتیاج وړ پیسې راوباسي.

خو تر اوسه د چارواکو دا دعوه د کومې مستقلې سرچینې له خوا نه ده تایید شوي چې گني خلک دې د لوی اختر د رارسیدو په ویاړ بازارونو ته د شیانو د اخیستو دپاره راوتلي اوسي، ځکه په هندي کشمیر کې د اوو ورځو په تیریدو هم د فون او انټرنیټ سرویس بحاله کړی شوی ندی.

داسې معلومیږي چې چارواکي په ډېر زیات احتیاط سره حالات قابو کوي، ځکه له دې ډاریږي چې د سیمې اوسېدونکي چې له تیر گل ورځې پخپلو کورونو کې بند پاته دي، په سخت احتجاج لاس پورې نکړي.

د هند د حکومت د لوی مخالف گوند کانگرس مشر راهول گاندي د خالي/شنبې په ورځ وویل چې په کشمیر کې د تشدد او د خلکو د مړه کیدو رپوټونه شته. راهول گاندي چې په نوې ډیلي کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل، "هلته (کشمیر کې) غلط کارونه کیږي." هغه پر حکومت غږ وکړ چې د کشمیر د حالاتو واضحه څرگندونه دې وکړي.

په سرینگر کې چارواکو ویلي چې په تیرو شپږو ورځو کې د احتجاج کوونکو لخوا د تیږو د ویشتلو پیښې رامخ ته شوي، خو د امنیتي ځواکونو لخوا د ډزې کولو کومه پیښه نده شوې.

د هند پر ټي وي چینلونو باندې داسې تصویرونه ښودل کیږي چې د کشمیر په ځینو برخو کې د گاډو او خلکو تگ راتگ ښکاره کوی.

سرکاري آل انډیا رېډیو د سیمې د یو مخکښ بیوروکراټ، بي وي آر سوبرامنیم له قوله ویلي چې خلک د اختر د سودا اخیستلو دپاره له خپلو کورونو په راوتو دي. هغه دا دعوه هم کړې چې په سرینگر او نورو ښارگوټو کې د خالي په ورځ ښه گڼه گوڼه لیدل شوې ده.

تېره د نهې ورځ، وزیراعظم مودي د جمو او کشمیر خلکو ته ډاډ ورکړ چې په کرار کرار به حالات بیرته عادي شي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې دهند د واک لاندې کشمیر کې د نسل ختمونې د لارې د جغرافیایي بدلون هڅه روانه ده اؤ نړۍ به کشمیر کې هغه هرڅه وویني چې هټلر په میونخ کې کړي وؤ

په همدې حال کې، نن د اتوار په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان پخپل ټوئټر ولیکل چې د هند د واک لاندې کشمیر(چې پاکستان یې د مقبوضه کشمیر په نوم بولي) کې گرځبندیز، عملیات، او د کشمیریانو عامې وژنې د نازي ګوند له مفکورې د اغیزمن ار ایس ایس د نظریې په اساس روان دي چې مقصد یې د نسل ختمونې د لارې د کشمیر د جغرافیې د بدلولو هڅه ده.

وزیراعظم عمران خان لیکلي د ار ایس ایس د نازي ګوند نظریه په کشمیر کې ډب کېدونکې نه ده او دا به د ایساریدو پر ځای، د هندوستان مسلمانان هم تر خپل سیوري لاندې راولي او وروسته به دا معامله د پاکستان تر حده ورسیږي.

XS
SM
MD
LG