لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پر ضد هند څه کولی شي؟


د هند د پوځ مشر، بپین راوټ
د هند د پوځ مشر، بپین راوټ

د هند او پاکستان د چارو څیړونکي وایي که د دغو دوو گاونډیو هیوادونو ترمنځ جگړه وشي، نو گټه به یې یو هیواد ته هم ونه رسیږي. په واشنگټن کې د کارنیگي په څیړنیز تنظیم کې د هند د نیمه قارې پر حالاتو ځیر څیړونکی اشلي ټیلیس وایي هند باید په دې وپوهیږي چې که هر څه وکړي، نو "پاکستاني تروریزم" نشي ختمولای.

د کشمیر په پلوامه سیمه کې د ترهگریز برید وروسته چې په کې له ۴٠ زیات هندي عسکر ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې په خرابیدو شوې او د دغو دوو سیالو ایټمي طاقتونو ترمنځ د یوې بلې جگړې احتمال هم رامنځ ته شو.

که څه هم د هند وزیراعظم، نریندر مودي، خپل پوځ ته اختیار ورکړی چې د پلوامه برید د غچ اخیستنې په اړه هر اقدام چې لازم گڼي، ودې کړي، خو تر اوسه د هندي ځواکونو لخوا کوم پوځي اقدام ندی لیدل شوی.

اشلي ټیلیس په یوې نوې مقالې کې چې کارنیگي څیړنیز تنظیم خپره کړې ده، ویلي چې له یوې خوا نریندر مودي د پلوامه د برید د انتقام اخیستلو ژمنه کړې، او بل پلو د هند په خلکو کې هم د غچ یا انتقام احساس زور اخیستی، خو که د هند لخوا جواب هرڅه وي، "نوې ډیلي له درېیو ترخو حقیقونو څخه نشي تښتیدلای."

ښاغلی ټیلیس دغه "درې حقیقتونه" داسې په گوتو کوي:

اول، که د کشمیر لانجې ته د حل لاره هم پیدا شي، پاکستان به د هند په مقابل کې د خپل "جهادي تروریزم" څخه لاس وانخلي. هغه په دې چې، د ټیلیس په وینا، د پاکستان فوج د ١٩٧١ جنگ شرمناکه ماته نشي هیرولای او غواړي د هغې ماتې انتقام واخلي.

نوموړی زیاتوي چې که پاکستان په دې کار کې پاته هم راشي، خو د هند د دایم ځورولو دپاره جهادي ډلې کاروي، او په دې سره به ریاست ځان هم د هند د مقابلې نه گوښه ساتلی وي، ځکه په مخامخ جگړې کې یې په یقین سره بیا هم هند ته بایلي.

د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید چې په نړیواله کچه یو پیژندل شوی ترهگر گڼل کیږي، په پاکستان کې آزاده دی
د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید چې په نړیواله کچه یو پیژندل شوی ترهگر گڼل کیږي، په پاکستان کې آزاده دی

دویم، نړېواله ټولنه به له هند سره غمشریکي وکړي، خو پاکستان له دې کاره نشي راگرځولی چې د تروریزم نه د آلې په توگه کار واخلي. ټیلیس وایي، پاکستان به خورا زیات احتیاط وکړي چې ترهگرې ډلې یې د نړۍ لوی قوتونه، لکه امریکا، زیانمنه نه کړي، کنه نو بیا به قصه بل شان وي.

درېیم، هند باید وپوهیږي چې تر څو په پاکستان کې دننه غټ تغییر نه وي راغلی، نو تر ټولو لوی کار چې کیدای شي، هغه د "پاکستاني تروریزم" کمزوري کول دي، نه د هغه له منځه تلل. او دې کار ته ښایي کله کله پوځي او یا جاسوسي عملیات ترسره شي، خو هغه به هم د لنډې مودې دپاره گټور وي.

د یادونې وړ ده چې د کلونو راهیسي، د هند خلاف گڼ شمیر تندروه ډلې په پاکستان کې پیدا شوي او ځینو یې په هند کې دننه خونړۍ پیښې هم رامنځته کړي دي. یو مثال یې په ممبئي ښار کې د ٢٠٠٨ کال تروریستي بریدونه و. که څه هم لشکر طیبه په پاکستان کې کالعدم وگرځول شو، خو د یوې ډلې په ورکېدو سره، نورې ډلې راپیدا کیږي او د لشکر طیبه مشرانو هم په نورو نومونو ډلې جوړې کړلې.

په کشمیر کې د وروستۍ خونړۍ چاودنې زمه واري هم جیش محمد ډلې ومنله چې باور کیږي مرکز یې په پاکستان کې دی.

د پاکستان ریاست تل ویلي چې په خطه کې د تشدد خلاف دی او د تندروه ډلو ملاتړ نه کوي، خو په سیمه ییزه کچه باور په دې دی چې د پاکستان ریاست د پردې تر شا د ټولو هغو تندروه ډلو ملاتړ کوي چې د گاونډیو هیوادونو د ریاستونو پرضد جنگیږي، که هغه جیش محمد ډله ده، که لشکر طیبه، که افغان طالبان، که حقاني شبکه، او آن هم که د ایران د ریاست خلاف، جیش العدل ډله ده.

امریکا هم پر پاکستان فشار راوړی چې د تندروه ډلو ملاتړ دې نه کوي، هغوی ته دې پناه نه ورکوي، او افغان طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

له ډېرو کوششونو وروسته، اوس امریکا وکړای شوه چې د پاکستان په مرسته، په قطر کې له افغان طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښیني. د افغان طالبانو نایب مشر، ملا برادر هم د همدې هڅو په نتیجه کې، اوس مهال له پاکستان څخه قطر ته تللی دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG