لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کشمیر کې وروستنی خونړی برید به د سیمې پر سیاست څه اثر وکړي؟


ځانمرگي بریدکوونکي، په بارودو بار گاډی د هندي ملیشو له کتار سره وجنگاوه
ځانمرگي بریدکوونکي، په بارودو بار گاډی د هندي ملیشو له کتار سره وجنگاوه

پس له هغه چې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ملیشو ځانمرگی برید وشو او ذمه واري یې په پاکستان کې مېشتې ډلې جیش محمد پر غاړه واخیسته، د پاکستان حکومت رد عمل څرگند کړ او ویې ویل چې هند دې په دې حملې کې پاکستان گرم نه گڼي.

په کشمیر کې د پروني ځانمرگي برید له امله، ۴۴ هندي ملیشې ووژل شوې. دا په تیرو دوو لسیزو کې په کشمیر کې لومړۍ بمي موټربم چاودنه وه.

د پاکستان خارجه وزارت یو بیان خپور کړ او ویې ویل چې د کشمیر په پلوامه کې دغه برید، پاکستان ته هم د "ژورې اندیښنې" پیښه وه او "پاکستان هرکله په کشمیر کې د تشدد د پیښو خلاف پاته شوی دی".

خو پاکستان په دې بیان کې دا هم ویلي چې له پلټنو پرته دې د هند حکومت او رسنۍ دغه برید د پاکستان ریاست ته مربوط نه گرځوي.

اوس ځیني داسې اټکل کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ له وړاندې لا تریخ تعلقات به نور هم پسې کړکېچن شي، ځکه چې هند دمخه لا په کشمیر کې په جگړه بوخت یاغیانو مرستو باندې پاکستان ککړ گرځوي.

د برید څو ساعته پس هند د پېښې پړه پاکستان کې مېشت جېش محمد ترهگر ډلې باندې واچوله.

جیش محمد ترهگر ډلې هم ځايي خبري ادارې ته د پېښې پړه منلې او له خپلې خوا نه جاري بیان کې یې ویلي د دوی یو ځايي یاغي ملگري دغه برید ترسره کړی دی.

په واشنگټن کې د امریکا غږ ډېوه رېډیو څیړنکار، جهانگیر خټک وایي چې په کشمیر کې د زیارت ورځې خونړۍ پیښه به اوس د سیمې پر سیاستونو ژور اثر واچوي او دا سیاستونه به بدلیږي.

هغه زیاتوي چې د کشمیر د پیښې زمه واره ډله، جیش محمد، په پاکستان کې میشته ډله گڼل کیږي او په دې سره به پر اسلام آباد باندې نړیوال فشارونه هم سېوا شي.

غبرگونونه

د هند وزیراعظم نرندر مودي دا برید سپک کار بللې او په خپل یو ټویټ کې یې ویلي "زه دا برید په سختو ټکو کې غندم او زمونږ د عسکرو قربانۍ به رانه ضایع کیږي نه".

د هند بهرنیو چارو وزارت په خپل یو بیان کې د پاکستان څخه غوښتلي په خپله خاوره د ترهگرو او د دوی فعاله ډلو مرستې دې پرېږ دي او دا چې هند خپل قامي سلامتیا په خاطر هر رقم گام پورته کولو ته چمتو دې.

هندي چارواکو یو وار بیا په نړیواله ټولنه غږ کړې د دوی لخوا د جیش محمد ډلې تندروه مشر مولانا مسعود اظهر ترهگر گرځولو کې دې د دوی ملگرتیا وکړي.

د هندي چارواکو نه علاوه، د نړۍ د نورو هیوادونو سیاستوالو هم عکس العمل ښودلی دی.

د امریکا ارکنسا ایالت نه سېنیټر ټام کاټن هم په دې اړه جاري خپل یو ټویټ کې ویلي "د ترهگر برید ښکار هند سره امریکا دا وخت څنگ په څنگ ولاړه ده. په کار ده چې له جیش محمد او د دوی ترشا ولاړ ریاستي عناصرو نه د دې برید بدل واخیستل شي".

د افغانستان په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د ولسمشر غني نایب، امرالله صالح بیا د کشمیر پرونۍ چاودنه، په افغانستان کې د طالبانو بریدونو ته ورته بللې او پر پاکستان یې تنقید کړی دی.

صالح په ټویټر کې لیکلي: "په کشمیر کې د ترهگرۍ کرغیړن عمل، زمونږ په سیمه کې د ترهگرۍ د یو مشترکې منبعې او سپانسر ټولې نښې نښانې له ځانه سره لري. دا د هغو کارونو هو به هو تقلید دی چې د پاکستان په ملاتړ ترهگرې ډلې یې په افغانستان کې ترسره کوي. مونږ د کشمیر برید غندو او د هند له خلکو سره خواخوږي ښکاره کوو."

پیژندل شوی پښتون ملتپاله سیاستمدار، افراسیاب خټک هم پر خپل ټویټر نظر څرگند کړی او د کشمیر ترڅنگ، د ایران پیښه یې هم پکې یاده کړې ده. هغه لیکي: "په دې هفته کې د پاکستان په دوو گاونډیو (ایران او هند) کې ترهگریز بریدونه. په پاکستان کې میشت دوه توندلارې ډلې (جیش محمد او جیش العدل) د دغو بریدونو ذمه واري منلې ده. آیا اوس هم د لاس روزلي پر خپل روزونکي برلاسي نه دي؟ څوک به د پاکستان دعوې ومني، په داسې حال کې چې لشکر طیبه، جیش محمد، او "گوډ طالبان" پرته له کومه خنډه لا فعالیتونه کوي؟"

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل یو ټویټ کې ویلي، "زه په سختو ټکو د هند په ولکه کې کشمیر او د ایران زاهدان په سیمه عسکرو باندې شوې بریدونه غندم چې زمونږ د گاونډیان عسکر پکښې په نښه شوي. ما هر وار په دې خبره ټینگار ښودلې چې ترڅو مونږ سیمه ایز هیوادونه د ترهگرۍ پرضد یو مټې شوې نه یو ټوله سیمه به دا شان ژوبل وي."

د افغانستان بهرنیوچارو وزارت هم د هندي ولکې لاندې جمو و کشمیر په سیمه شوې دې برېد سخته غندنه کړېده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG