لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: لاهور کې د چاودنې منصوبه بندي د یو هندي وګړي کار و


د قامې سلامتیا د پاره د وزیراعظم سلاکار معید یوسف تور لګولی چې لاهور کې تیره میاشت شوې چاودنې منصوبه بندي کوونکی یا ماسټر مائنډ، د هندوستان وگړی دی او د ترهګرۍ په پیښه کې د هند د استخباراتې اداره - را - ککړه ده. دوی زیاته کړه چې دغه نړېوال نېټورک مخې ته راوستو دپاره به، پاکستان ټولې قانوني او سیاسي لارې خپلوي.

په اسلام اباد کې د حکومتې وزیر فواد چوهدري او د پنجاب د پولیسو مشر انعام غني سره ګډې خبري غونډې ته وینا کې، سلاکار معید یوسف وویل پلټنې ښيې چې دغه کس په هند کې اوسیده او د هند استخباراتې ادارې سره یې کار کولو خو دوی د دغه کس نوم نه دی ښودلی.

د پنجاب د پولیسو مشر انعام غني پخپلو خبرو کې وویل: «په پېښه کې ککړ تورن کسان نیول شوي چې هغو کې ضیا الله، عیدګل او نور شامل دي.»

د وزیراعظم سلاکار، معید یوسف وویل چې په چاودنه کې د یو بل تورن کس تعلق د افغانستان سره دی او درېیم یې پخپله د پاکستان د کراچي ښار اوسیدنکی دی. هغه زیاته کړه: «په کومه ورځ چې دغه برید شوې په هغه ورځ زمونږ د پلټونو د نظام په زرګونو سائبر بریدونه شوې وو. مونږ هیځ شک نه لرو چې د جوهر‌ ټاؤن پیښه او دغه سائبر بریدونه د یو بل سره تړلې او د یو منصوبه بندۍ برخه دي چې په کې ګاوندی هیواد هندوستان ککړ دی.»

معید یوسف وویل چې دغې پېښې کې ککړ د یو کس – عید ګل – تعلق له افغانستان سره دی چې وروسته په پاکستان کې مېشت و او ورسره د پاکستان شناختي کارډ هم و.

د معید یوسف په باور، ترهګر ځانونه د افغان کډوالو سره پټوي، همدا سبب دی او اوس دا وخت هم راغلی چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال په درناوۍ سره خپل هېواد ته ستانه شي.

یاده دې وي چې د تېر جون په ۲۳مه نېټه د لاهور جوهر ټاون کې شوې چاودنه کې د یو پولیس په شمول، درې کسان مړه او یوویشت (۲۱) کسان ټپیان شول.

دغه چاودنه د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید کور ته څېرمه شوې وه. حافظ سعید خپله د امریکا له اړخه ترهګر نومل شوی او په سر یې د لس میلینه ډالره انعام دی.

هند تور لګوي چې حافظ سعید کال ۲۰۰۸ کې، ممبئې کې شوي د خونړي برید ماسټرماینډ یا منصوبه کوونکی و. په ممبئې کې د هغې حملې له امله د یو سلو شپېتو (۱۶۱) نه زیات کسان وژل شوي و. خو حافظ سعید پخپل ځان لګول شوي تورونه رد کړي و.

د هند له اړخه د پاکستان د دغو تورونو په اړه تر اوسه څه عکس العمل مخې ته ندی راغلی، خو هند او پاکستان له څه مودې راهیسي په منظم ډول په یو بل دا تورونه لګوي چې له خپلو سیمو نه په پټه د یو بل په خاوره کې بریدونه کوي.

حافظ سعید په هند کې یو مطلوبه شکمن کس دی او د هند او امریکا لخوا په پاکستان باندې سختې نیوکې هم کیږي چې ولې د حافظ سعید په وړاندې سخت ګامونه نه اوچتوي.

حافظ سعید ته تېر کال ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو په مقدمو کې، په پاکستان کې سزا واورول شوه او جېل ته منتقل شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG