لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او پاکستان پرله پسې د مزایلو ازموینې کړې


د پاکستان شاهین ټو مزایل
د پاکستان شاهین ټو مزایل

د هندوستان وزيراعظم نرېندرا مودي په انتخاباتو کې د بیا کامیابۍ د خبرونو ترڅنگ په سيمه کې غليمو هېوادونو پاکستان او هند د خپل خپل پوځي قوت د اظهار دپاره د مزایلو ازموينې کړي دي.

هندوستان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اواز د رفتار نه تېز تلونکي برا موس نومې مزایل او پاکستان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د شاهين ټو نومې اېټمي مزایل تجربه وکړه.

د هند د دفاع وزارت تر مخه براموس دوه نيم ټنه دروند ميزایل د جنګي جهاز څخه په کاميابۍ په ځمکه خپل هدف وویشتلو.

رپوټونه وايې د روس په مرسته جوړ د برا موس مزایل رفتار د پخواني جنګي جاز کانکارډ سپر سونک جېټ نه هم زيات دی چې په يوه ګنټه کې ۳۴۵۰ کلوميټره الوت کولی شي، او تر ۳۰۰ کلوميټره لرې خپل هدف ويشتلو توان لري.

بلخوا پاکستان د ځمکې نه په ځمکه هدف ویشتونکي اېټمي مزایل شاهين ټو کاميابه تجربه وکړه او د پاکستان پوځي چارواکي وايې دغه مزایل په بحيره عرب کې وازمایل شو، اېټمي او روایتي وسله د وړلو توان لري او تر ۱۵۰۰ کلوميټره پورې خپل هدف ته ځان رسولی شي.

د پاکستان پوځي ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټوئټر د دې توغندي د ازموینې یوه ویډیو هم خپره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دا مزایل سیمه کې ددفاعي تولې پرځائ ساتلو دپاره دپاکستان جنګي ضرورتونه پوره کوي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان، صدر عارف علوي اؤ پوځي مشرانو په دغه کاميابه تجربه پوځ اؤ سائنسدانانو ته مبارکي ویلې ده اؤ د هیواد ددفاع دپاره یې دهغوئ هڅې ستائیلې دي.

دغریبۍ اؤ‌ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

پاکستان چې دا مهال دبهرنیو پورونو له امله په سختو معاشي بحرانونو کې ګیر دی، په نزدې نزدې ورځو کې یې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دشپږو اربو ډالرو د پور یو تړون کړی دی اؤ ددغه تړون نه راپدیخوا پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دواړه ګاونډي هیوادونه د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند تیر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنګ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

سږکال دفرورۍ میاشت کې دهند اؤ پاکستان ترمینځ تاؤ تریخوالي کې زیاته اضافه لیدل شوې وه اؤ هندي الوتکو دپاکستان په بالاکوټ سیمه بمي برید هم کړی ؤ چې وروسته پاکستاني چارواکو ددغه برید ځواب کې د دوؤ هندي الوتکو د رانسکورولو دعوه کړې وه.

هرڅه که د پاکستان او هند ترمينځه تاؤ تريخ والې روان دی د پاکستان وزيراعظم عمران خان څو وارې د هند سره د کشمير ترڅنګ ټولې کشالې د خبرو اترو دلارې د هوارولو وړانديز کړی.

نوموړي ويلي وو که په هندوستان کې روان انتخابات نرېندرا مودي اوګټل نو د دواړو ګاوڼدي هېوادونو ترمينځه د صلحې دخبرو امکان شته.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي تېره ورځ د کرغستان پايه تخت بېشکيک کې د هندي خارجه وزيرې سره دليد کتو وروسته ويلي دوي ترخې خبرې نه دي کړي او د ښه ګاونډيانو په څېر به خپلې کشالې د خبرو اترو د لارې اواروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG