د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي پاکستاني ولس ته د پاکستان د قامي ورځ په مناسبت د مبارکۍ پېغام لیږلی دی او ویلي یې دي وخت راغلی چې د برصغیر خلک د ترهگرۍ او د تشدد نا په پاکه فضا کې د سیمې د پرمختگ، سوکالۍ او د امن دپاره په شریکه کار وکړي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نرندره مودي د پیغام هرکلی او دا وړاندیز یې تکرار کړو چې دواړه هېوادونه باید د سولې خبرې پېل کړي.
د هندوستان د وزیراعظم د روغ نیتۍ بیان عمران خان د جمعې په ورځ په ټوېټر خپرو کړو.
د عمران خان د ټوېټر ترمخه نرندره مودي وویل "زه د پاکستان په قامي ورځ پاکستاني ولس ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم وخت راغلی چې د برصغیر خلک د ترهگرۍ او د تشدد نه په پاکه فضا کې د جمهوریت، امن، پرمختیا او خوشحالۍ دپاره په شریکه کار وکړي."
عمران د ټوېټر د لارې د نرندره مودي د پیغام هرکلی وکړو او وې یې وېل "په داسې حال کې چې مونږ د پاکستان ورځ لمانځو زه فکر کوم وخت راغلی چې د هندوستان سره د ټولو مسلو، په خاصه توگه د کشمیر د مرکزي مسلې، د حل کولو دپاره جامع مزاکرات شروع کړو او د امن او د ټولو خلکو د سوکالۍ په بنیاد، نوی تعلق جوړ کړو."
نرندره مودي پاکستاني ولس ته د مبارکۍ پېغام تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي وروسته لېږلی دی. دواړو هېوادونو د یو بل خلاف د هوايي پوځونو عملیات وکړل او په نړیواله کچه په ایټمي وسلو سنبالو هېوادونو ترمنځ د جنگ اندېښنې راوپارېدلې.
دغه تاوتریخوالی داسې راوپارېدو چې د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر په پلوامه ښار کې د هندوستان په پوځ ځانمرگي حمله وشوه چې پکې د ۴٠ نه زیات عسکر ووژل شو. جېش محمد وسله والې ډلې د حملې ذمه واري ومنله. دغه ډله په پاکستان کې میشته گڼل کېږي.
هندوستان په پاکستان د پلوامه په حمله کې د ککړتیا تور ولگولو او غوښتنه یې وکړه چې پاکستان دې د جېش محمد خلاف عملیات وکړي.
که څه پاکستان په پلوامه کې د ککړتیا خبره رد کړه خو هندوستان د پاکستان په بالاکوټ کې هوايي بمباري وکړه او وې ویل چې هدف یې د جېش محمد یو مرکز و. هندوستان په بمبارۍ کې د یو شمیر مشکوک وسله والو د وژل کېدو دعوه وکړه خو پاکستان وویل په بمبارۍ کې هیڅ جاني نقصان نه دی شوی.
د هندوستان د بمبارۍ یوه ورځ وروسته پاکستان د هندوستان د هوايي پوځ یو جهاز راوغورځولو او پایلټ یې ونیولو. پایلټ وروسته هندوستان ته وسپارل شو.
هندي او او افغان مامورین د ډیروخت راهسې په پاکستان د دوی مخالف وسله والو د پناه الزام لگوي چې اسلام اباد یې ردوي.
د پلوامه د پېښې وروسته پاکستان په یو شمېر تندروه مذهبي ډلو پابندي لگولې ده چې پکې جېش محمد هم شامل دی.