لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هند ته په سرحدي پوسټ د ډزو په سر احتجاج کړی دی


د پاکستان خارجه وزارت ویلي اسلام آباد کې د هندوستان نائب سفیر خارجه دفتر ته رابللی شوی وو او ورته یو یاداشت ورکړی شو چې پکې حاجي پیر سیکټر کې د پاکستان په پوسټ باندې د هندوستان حملې په سر احتجاج ووکړی شو
د پاکستان خارجه وزارت ویلي اسلام آباد کې د هندوستان نائب سفیر خارجه دفتر ته رابللی شوی وو او ورته یو یاداشت ورکړی شو چې پکې حاجي پیر سیکټر کې د پاکستان په پوسټ باندې د هندوستان حملې په سر احتجاج ووکړی شو
پاکستان ویلي هندوستان ته يي کشمیر کې د پاکستاني پوځ په سرحدي پوسټ باندې د هاغه پیښې په سر احتجاج وړاندې کړی دی چې پکې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او دوه نور زخمیان شوې دي.
د پاکستان خارجه وزارت ویلي اسلام آباد کې د هندوستان نائب سفیر خارجه دفتر ته رابللی شوی وو او ورته یو یاداشت ورکړی شو چې پکې حاجي پیر سیکټر کې د پاکستان په پوسټ باندې د هندوستان حملې په سر احتجاج ووکړی شو.
پاکستان ویلي د اتوار په ورځ د کشمیر باغ ضعلې حاجي پیر سیکټر کې شوې پیښه کې هندوستاني عسکرو د پولې راپورې د پاکستاني پوځ په پوسټ حمله ووکړه او هندوستاني عسکر د جگړې ورستو بیرته لاړل.
پاکستان ویلي په لائن اف کنټرول شوې نښته کې يي یو عسکر وژل شوی او دوه نور زخمیان شوې دي.
هندوستان د پاکستان دعوه بې بنیاده گرځولې ده خو ویلي يي دي پوځ يي پواځې د پولې د پورې غاړې نه د شوؤ ډزو ځواب کړی دی.
د پاکستان خارجه دفتر ویلي د هندوستان حکومت نه يي په کلکه غوښتنه کړې دداسې قسمه پیښو د بیا کیدو مخه نیولو د پاره دې مناسب گامونه واخلي.
لائن اف کنټرول کشمیر په دواؤ برخو کې تقسیموي چې د پاکستان او هندوستان د انتظام د لاندې دي. د کال ٢٠٠٣ راهسې پاکستان او هندوستان په لائن اف کنټرول ډز بندي پرځائې کړی ده خو ددې پرته دواړو هیوادونو په یو بل د اور بندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لگولې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG