لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ روایتي غلیمان هند اؤ‌ پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې به یو بل ته مخامخ کیږي


د۱۹ کلنو دکرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې بنګله دیش ته په ۱۳۱ منډو د ماتې ورکولو سره د هند لوبډله دسیمې فائنل سیالۍ ته وتلې ده چې له دې وروسته به اوس دهند لوبډله دخپل روایتي غلیم هیواد پاکستان د۱۹ کلنو لوبډلې سره مقابلې ته کوزیږي.

په کوئنز ټاؤن کې په شوې سیالۍ کې د پچې په ګټلو سره د هند لوبډلې لمړی بیټنګ وکړو اؤ ټوله لوبډله یې په ۴۹.۲ اوورنو کې د ۲۶۵ منډو په جوړولو وسوزیده.

شبمان ګل د ۸۶ منډو په جوړؤلو تر ټولو بریالی توپ وهونکی ثابت شو اؤ ابهیشک شرما ۵۰، کپتان پرتهوي شا۴۰ اؤ هروک دیسایي‌ ۳۴ منډې جوړې کړې.

دهند لخوا د ورکړل شوي هدف په ترسره کولو کې دبنګله دیش لوبډله په بشپړ ډول ناکام پاتې شوه اؤ‌ ټوله لوبډله یې په ۱۳۴ منډو وسوزیدله.

دهند لوبډله کې کملیش نګرکوټي درې اؤ شوام ماوي اؤ‌ابهیشک شرما دوه ، دوه وکټې ترلاسه کړي.

ددغه لوبې دګټلو نه وروسته هندي. لوبډله سمیې فائنل ته وتلې ده چې هلته به یې دخپل روایتي‌غلیم پاکستان دلوبډلې سره مقابله کیږي.

ټاکل شوې ده دسیالیو لمړی سیمي فائنل په راتلونکې ۲۹مه جنورۍ (دوشنبه) د افغانستان اؤ اسټریلیا د لوبډلو ترمینځ کیږي اؤ دوهم سیمي فائنل به د سه شنبې په ورځ د پاکستان اؤ هند د لوبډلو ترمینځ وي.

دغه لوبې د نیوزیلنډ دوختسحر ۱۰بجې اؤ دپاکستان په وخت د شپې دوه نیمې بجې کیږي

د ۱۶ؤ لوبډلو دا سیالۍ به تر دریمې فرورۍ دوام کوي چې پکې لوبډلې په څلورو، څلورو ګروپونو ویشل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG