لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اتل بیهاري واجپائي پر مړینې د پاکستاني او امریکایي چارواکو غبرگون


د هندوستان په ممبی ښار کې طالب العلمان د اتل بیهاري واجپائي تصویر ته د ډیوو په بلولو، د هغه یاد تازه کړ
د هندوستان په ممبی ښار کې طالب العلمان د اتل بیهاري واجپائي تصویر ته د ډیوو په بلولو، د هغه یاد تازه کړ

د هندوستان د پخواني وزیراعظم، اتل بیهاري واجپائي په مړینه باندې، د سیمې او نړۍ په کچه د خپگان څرگندونې شوې دي.

د هندوستان پخوانی وزیر اعظم، اتل بیهاري واجپائی، د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ٩٣ کلونو په عمر د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله مړ شو.

واجپائی د بهارتیا جیناتا د گوند یو مشر و چې درې ځله د هندوستان وزیراعظم ټاکل شوی و.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د یو بیان په جاري کولو سره ویلي چې د امریکې د خلکو په استازیتوب، د هند خلکو ته د اتل بیهاري واجپائي د مړینې له کبله تسلیت ورکوي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر په بیان کې راغلي چې: «هغه [واجپائي] د خپل ملک د پرمختگ لپاره د یو اتل په شان نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او د هر هندوستاني د ژوند د ښه کولو دپاره یې سخت کوښښ وکړ.»

ښاغلي پامپیو دا هم ویلي چې واجپائي هغه وخت چې وزیراعظم و، د امریکې او هند ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو ټینگار وکړ او «نن، زموږ دوو هیوادونو او زموږ دوه اړخیزې اړیکې د وزیراعظم واجپائي د تصور نه گټه پورته کوي.»

د پاکستان ځینو سیاستمدارانو او صحافیانو هم د هندوستان د پخواني وزیراعظم، اتل بیهاري واجپائی پر مړینه خپگان څرگند کړی دی.

د تحریک انصاف گوند یو بیان جاري کړی چې ترمخې یې، د نوموړي گوند مشر او د پاکستان متوقع وزیر اعظم، عمران خان هم د واجپائی پر مړینې سخت خپگان ښودلی او ویلي یې دي چې د واجپائی مرگ، د منطقې په سیاست کې یوه خلا رامنځته کړې، او په کار ده چې د سولې لپاره د هغه هلو ځلو ته د قدر ورکولو په خاطر، هند او پاکستان د سولې په لور گام اوچت کړي.

د پاکستان یو سناتور، مشاهد حسین هم د واجپائی مړینه یو نه جبرانیدونکې ضایعه بللې او ویلي یې دي چې هغه د سولې یو آئیکن و.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG