لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيوډهيډلى ته د35ؤ کلونو دبند په سزا دهند مايوسي


دشکاگو ديوې محکمې قاضي 52 کلن پاکستاني نژاده امريکائي وگړي ډيوډ کولمين په 12ؤ تورونو کې قصوروار گرځولى او د35ؤ کلونو دبند سزا يې ورته اورولې
دشکاگو ديوې محکمې قاضي 52 کلن پاکستاني نژاده امريکائي وگړي ډيوډ کولمين په 12ؤ تورونو کې قصوروار گرځولى او د35ؤ کلونو دبند سزا يې ورته اورولې
په کال 2008م کې دهندوستان په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې دلاس لرنې په تور دنيول شوي پاکستاني نژاده امريکائي وگړي ډيوډهيډلى ته دامريکا يوې محکمې د35ؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.
چارواکو سره دمرستې کولو له امله ډيوډهيډلى دمرگ دسزا يا هندي چارواکو ته دسپارلو څخه بچ شوى.
په عين حال کې دهند حکومت وئيلي دي چې هغوي امريکا څخه دډيوډهيډلى دسپارلو په خپله غوښتنه کلک ولاړ دي او په هيډ مقدمه هند کې چليدل پکار دي.
دهند حکومت دشکاگو دعدالت له لوري ډيوډ هيډلى ته د35ؤ کلونو په کمې سزا دمايوسۍ څرگندونه کړې او وئيلي يې دي چې دغه سزا ډيره کمه ده ، هغه ته دمرگ سزا ورکړل کيدل پکار ؤ.
دشکاگو ديوې محکمې قاضي 52 کلن پاکستاني نژاده امريکائي وگړي ډيوډ کولمين په 12ؤ تورونو کې قصوروار گرځولى او د35ؤ کلونو دبند سزا يې ورته اورولې.
په دغو تورونو کې يو تور دپاکستان تندروه ډلې لشکرطيبې ته مدد ورکولو دى.
دکال 2008م دنومبر په مياشت کې دلشکرطيبې سره تعلق لرونکو جنگيالودهند په اقتصادي مرکز ممبۍ کې په يو هوټل، يو يهودي مرکز او په نورو ودانو تر دريوؤ ورځو بريد کړى ؤ، په دغه بريد کې دشپږو امريکايانو پشمول 166 کسان وژل شوي وؤ.
هيډلى وائي چې هغه دپاکستان داستخباراتي شبکې څخه تربيت ترلاسه کړى او دنورو ممکنه بريدونو لپاره يې دځائيونو څارنه کړې وه.
هيډلى دا هم وائي چې هغه دلشکرطيبې څخه تربيت او وسله ترلاسه کړې ، چې دهغه په وينا دغه ډلې دپاکستان دخفيه ايجنسۍ سره هم همکاري کړې.
دپاکستان په استخباراتي شبکه تر ډيرې مودې دممبۍ بريدونو کې دککړتيا گمان شوى او دامريکائي پراسيکيوټرز لخوا دائي ايس ائي درې ايجنټان دمنصوبه بندۍ کوونکو پلويان نومول شوي.
بل لوري ته دهند خارجه وزير سلمان خورشيد پخپل ردعمل کې وئيلي دي چې ډيوډ هيډلى ته کومه سزا اورول شوې دهغې له امله دهغوي حکومت يو څه مايوسه شوى بايد هغه ته ددې څخه سخته سزا ورکړل شوى وى.
دهند داخله سيکرټري ار کى سنگهـ هم هند ته دډيوډ هيډلى دسپارلو غوښتنه کړې او وئيلي يې دي چې بايد هغه ته دمرگ سزا ورکړل شوى وى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG