لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان د نوي پارلېمنټ د وړمبۍ غونډې په موقع وزیراعظم مودي د مفاهمت غوښتنه وکړه


پارلېمنټ ته د ننوتلو نه مخکې مودي خپل تقریر کې وویل ملک د چلول دپاره مفاهمت انتهايي ضروري دی. هغه په حزب اختلاف غږ وکړو چې مثبت کردار ادا کړي
پارلېمنټ ته د ننوتلو نه مخکې مودي خپل تقریر کې وویل ملک د چلول دپاره مفاهمت انتهايي ضروري دی. هغه په حزب اختلاف غږ وکړو چې مثبت کردار ادا کړي

د هندوستان د نوي پارلېمنټ وړمبۍ غونډه د ګل، دوشنبې، په ورځ وشوه او وزیراعظم نرندري مودي د حزب اختلاف نه د مفاهمت غوښتنه وکړه.

مودي حزب اختلاف ته د مفاهمت وړانديز په انتخاباتو کې د هغه ګوند د کم اکثریت وروسته کړی دی او په تېرو لسو کلونو کې دا وړمبی ځل دی چې مودي مجبور شوی چې د نورو ګوندونو سره په اتحاد مخلوط حکومت جوړ کړي.

توقعو ده چې د هند د نوي پارلېمنټ په موجوده غونډه کې په چې د جولای د دریمې نېټې پورې دوام لري، مودي به د وزیراعظمۍ د درېمې دورې دپاره د خپل حکومت تګلاره پېش او راهول ګاندهي به په پارلېمنټ کې په رسمي توګه د حکومت مخالفو پارټیو یا حزب اختلاف مشر وټاکي. په پارلېمنټ کې د حزب اختلاف چوکۍ د ۲۰۱۴ راهسې خالي پرته ده.

په تېرو دوو انتخاباتو کې د مودي بهارتیا جنتا پارټۍ په پارلېمنت کې دروند اکثریت ترلاسه کړی وو او قانونې مسودې به يې په پارلېمنټ کې د معمولي بحث وروسته منظورول.

خو اوس څېړونکي وايي ۷۳ کلن مودي به معتدله لاره خپلوي چې په حکومت کې شامل اتحادي ګوندونه خوشحاله وساتي او توجه به د بنیادي اسانتیاو، سماجي خېرښېګړې او اقتصادي اصلاحاتو ته ورکوي.

پارلېمنټ ته د ننوتلو نه مخکې مودي خپل تقریر کې وویل ملک د چلول دپاره مفاهمت انتهايي ضروري دی. هغه په حزب اختلاف غږ وکړو چې مثبت کردار ادا کړي.

هغه وویل ولس د خپلو نمایندګانو نه توقعو کوي چې ملک دپاره د اهمیت په مسلو به بحث کوي او ولس د ګډوډۍ او د خنډانو توقعو نه کوي او د نعرو په ځای عملي اقدامات غواړي.

د پارلېمنټ دننه، د پارلېمنټ غړو د مودي په مشرۍ کې سوګند پورته کړو، د هغو پلویانو مېزونه و پقړقول او مخالفینو يې ايين پورته کړی و؟

د پارلماني چارو دپاره وزیر کېرن ريجيجو د ګل، دوشنبې، په ورځ د پرامنه او د تعميري غونډې غوښتنه وکړه خو هندی مطبوعاتو وویل توقعو ده چې په نوي پارلېمنټ کې په تاوده بحثونه کېږي ځکه کې حزب اختلاف د وړاندې نه زیات مضبوط شوی او زیات نشستونه يې ګټلي دي.

د راهول ګاندهي په مشرۍ کې ګانکرس پارتۍ په نوي په پارلېمنټ کې په خپلې چوکۍ دوچنده زیاتې کړي دي. کاندهي د هندوستان د ازادۍ د تحریک یو مشر جواهرلال نهرو کړوسی دی، په کورنۍ کې وزيراعظمان پاتې شوي د تېرو لسیزو راهسې یې د هندوستان په سیاست غلبا پاتې شوې ده.

د هندوستان د پارليماني قوانینو ترمخه د حزب اختلاف مشر به د هغه ګوند څخه اخیستل کېږي چې د پارلېمنټ د ۵۴۳ چوکو ۱۰ فیصد برخه لري. په تېرو لسو کلونو دا چوکۍ ځکه خالي پرته وه چې کانګرس پارټۍ دغه شمېره نه لرله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG