د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د جمعې په ورځ په کییف کې د یوکرېن صدر ولادومير زېلېنسکي سره ملاقات وکړو او زېلېنسکي وویل هندوستان ته پکار دي چې د نړیوال قانون او د یوکرېن د علاقايي سالمیت ملاتړ وکړي.
یوکرېن ته د سفر نه څو هفتې مخکې مودي په ماسکو کې د روس صدر ولادېمېر پوټن سره ملاقات کړی دی.
یوکرېن ته د مودي د سفر په اړه زېلېنسکي قوم ته د شپې په روزانه خطاب کې وویل د خبره اهمیت لري چې هندوستان د نړیوال قانون پابندي وکړي او د یوکرېن علاقيي سالمیت او د او خپلواکۍ ته ژمن پاتې شي.
په کال ۱۹۹۱ کې د پخواني شوري اتحاد نه د یوکرېن د جدا کېدو نه پس یوکرېن ته دا د هند د یو مشر وړمبۍ دوره وه. مودي د زېلنسکي په دعوت یوکرېن ته ورغلی و. ماسکو ته تېره میاشت د مودي دورې زېلېنسکي قهرجن کړی و.
د مودي او زېلېنسکي د ملاقات نه مخکې خبریالانو ته خپل مشترکه بیان کې مودي وویل کیيف ته د امن ېېغام تر څنګ ورغلی دی. هغه غوښتنه وکړه چې روس او یوکرېن دې په وړمبي فرست کې د یو بل سره مذاکرات وکړي.
روس او هند د اوږدې مودي راهسې نږدي ملګري دي او د ۲۰۰۰ راهسې د دواړو ملکونو د سرمشرانو غونډې کېږي. ماسکو ته د مودي تګ په تېرو پینځو کلونو کې روس ته د هغه وړمبۍ دوره وه.
مودي زېلېنسکي ته وویل هند د روس او یوکرېن په سوله کې فعاله کردار ادا کولو ته تیار دی او هغه به په شخصي توګه د یو ملګري په هېڅ په دې لړ کې کوښښونه وکړي.
مودي په مشترکه بیان کې وویل د شخړې د حل لاره یوازې د مذاکراتو او د سفارتکارۍ په زریعه موندل کېدی شي، پکار ده چې په دغه لوري تګ وکړی شي، وخت ضایع نه کړی شي او دواړه خوا په یو ځای کښېني او د بحران نه د وتلو لار پېدا کړي.
وروسته چې مودي او زېلېنسکي د خبریالانو مخې ته کښېناستل نو مودي وویل هند د یوکرېن په شخړه کې بې طرفه او یا بې غوره لاروي نه دی پاتې شوی. هغه وویل هند په کلکه طرفداري کړې او د امن په حمایت کې ولاړ دی.
د زېلېنسکي او مودي د خبرو وروسته دواړو مشرانو د زراعت، د خوراک صنعت، د دوایانو او د انساني امداد په مدونو کې دوه اړخیزې معاهدې دستخط کړې.
خبرې اترې د شروع کولو نه مخکې دواړو رهبرانو په جنګ کې وژل شویو ماشومانو ته احترامات وړاندې کړل. مودي په کیف کې د هند د ازادۍ رهبر مهاتما ګاندهي په مجسمه ګلونه کښېودل او د هغه استقبال ته جمع شویو خلکو ته يې سلام وکړو.
بلخوا د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورخ یوکرېن سره د وسلو او د نورو الاتو د امداد اعلان وکړو.
د جمعې په ورځ د روس تاس خبري ادارې وویل هغه مال بردار سمندري جهاز چې د روس په کوه قاف په علاقه کې په یو بندر یوه ورخ مخکې د یوکرېن په حمله کې لګېدلی و لاهو شو. تاس وویل په حمله کې ۱۳ کسان زخمیان شوي او یو تن بې درکه شوی دی.
Forum