لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان سپریم کورټ د تاریخي ځایونو نومونه بدلولو دپاره خواست رد کړی


اپادهیای په خواست کې ویلي وو چې کمېشن دې د هندوانو د هغو ثقافتي او مذهبي مقاماتو فهرست تیار کړي چې په هندوستان د مسلمانانو د حکومت په مهال د مسلمان حکمرانانو په نومونو يادېږي او د دې په ځای دې دغو مقاماتو ته  هندو نومونه تجویز کړي
اپادهیای په خواست کې ویلي وو چې کمېشن دې د هندوانو د هغو ثقافتي او مذهبي مقاماتو فهرست تیار کړي چې په هندوستان د مسلمانانو د حکومت په مهال د مسلمان حکمرانانو په نومونو يادېږي او د دې په ځای دې دغو مقاماتو ته  هندو نومونه تجویز کړي

د هندوستان سپریم کورټ د یو هندو قوم پرست رهنما دا خواست ردکړی چې په ملک کې د تاریخي ځایونو نومونه دې تبدیل کړی شي. د هغه په قول دغه ځایونه د څو پېړیو پخوانیو "وحشي خارجي اېشغالګرو" په نومونو یادېږي.

سپریم کورټ ته خواست کې اشوني اپادهیای چې قانون پوهه یا وکیل او د بهارتیا جنتا پارټۍ یو رهنما دی، غوښتلي وو چې د نومونو بدلولو دپاره دې یوه ډله یا کمېشن وګمارل شي.

اپادهیای په خواست کې ویلي وو چې کمېشن دې د هندوانو د هغو ثقافتي او مذهبي مقاماتو فهرست تیار کړي چې په هندوستان د مسلمانانو د حکومت په مهال د مسلمان حکمرانانو په نومونو يادېږي او د دې په ځای دې دغو مقاماتو ته هندو نومونه تجویز کړي.

د سپریم دوه کسيزې ډلې د اپادهیای خواست رد کړو او ويې وېل دا د هندوستان په ایین کې د ورکړی شوي سېکولرازم خلاف دی.

سپریم کورټ وویل د هندوستان د سېکولرازم تحفظ به کوي.

د وي او ای رپورټ وايي په هندوستان د مسلمانانو حکمراني په ۱۲ پېړۍ کې شروع شوه او اووه سوه کال يې دوام لرلو.

د رپورټ ترمخه په هندوستان د مسلمانانو په حکمرانۍ کې تجارت او اقتصاد ترقي وکړه او ګڼ شمېر کلي او ښارونه جوړ شول چې ګڼ شمېر کلیو او ښارونو ته د مسلمان حکمرانانونو نومونه ورکړی شول.

د هندوستان د علیګړ مسلم یونېورسټۍ د تاریخ استاذ سید علي ندیم رضوي وايي ګڼ شمېر ځایونو ته د مسلمانانو او د هندو معمارانو نومونه ورکړی شول خو دغه نومونه د مذهب په بنیاد نه دي ورکړی شوي.

د وي او ای رپورټ وايي په تېرو څو کلونو کې د بهارتیا جنتا پارټۍ حکومتونو ګڼ شمېر داسې نومونه بدل کړي چې په غوږو د مسلمانانو نومونه لګېدل.

د وي او ای رپورټ وايي د وزیراعظم نرندره مودي د حکومت د راتګ سره هندوتوا یا هندو قوم پرسته ډلو په ملک کې د تاریخي نومونو بدلولو دپاره غوښتنې زیاتې کړي دي
د وي او ای رپورټ وايي د وزیراعظم نرندره مودي د حکومت د راتګ سره هندوتوا یا هندو قوم پرسته ډلو په ملک کې د تاریخي نومونو بدلولو دپاره غوښتنې زیاتې کړي دي

په ۲۰۱۸ کې د اله اباد ښار نوم چې بنیاد يې اکبرباجا اېښودی و پریاګ راج ته بدل کړی شو. ښار سره د نژدې رېلوی سټېشن نوم د مغل سرای نه د پنډت ډین دیال اپادهیای ته بدل کړی شو. اپادهیای د شلمې پېړۍ قوم پرست هندو رهنما و.

یوه هفته وړاندې په مغربي هند کې د مغل شهنشاه په نامه د اورنګ اباد ښار نوم چهتراپتي سمبهاجي نګر ته تبدیل کړی شو. چهتراپتي سېواج د هندو جنګالي زوی و.

د وي او ای رپورټ وايي د وزیراعظم نرندره مودي د حکومت د راتګ سره هندوتوا یا هندو قوم پرسته ډلو په ملک کې د تاریخي نومونو بدلولو دپاره غوښتنې زیاتې کړي دي.

سپریم کورټ ته خپل خواست کې اپادهیای وویل په هندوستان کې د تاریخي مقاماتو نومونه چې د هندو مذهب په مقدسو دستاوېزاتو کې موندل کېدل، د "خارجي لوټمارانو" نومونو ته اړول شوي دي.

اپادهیای وویل د هندوستان حکومتونو د "وحشي یرغلګرو" ګامونه د سمولو دپاره څه نه دي کړي او دغه زخمونه اوس هم دوام لري.

د سپریم کورټ جج جسټس کی اېم جوزف د اپادهیای خواست د هندوستان تاریخ ته د خپل خوښې کتنه کوي او په خصوصي توګه مسلمانان په نخښه کوي. جج وویل اپادهیای یوې مخصوص ټولنې ته ګوتې پورته کوي او ورته وحشي وايي.

د بهارتیا جنتا پارټۍ یو مشر الوک وتس د اپادهیای د خواست دفاع کړې ده. هغه وي او ای ته وویل چې مسلمانانو حکمرانو په عمومي توګه د هندوانو مندرونه ړنګ کړي او په زور يې هندوان مسلمانان کړی نو ځکه د پخوانیو نومونو احترام ضروري نه دی او تبدیلي يې جایزه ده.

وتس وویل دغه خبره د هندوستان د نوابادیتاي حکمرانانو دپاره هم صحیح ده او د بي جی پي رهبران د هندوانو په ضد شوي پخواني کارونه سموي.

په نوي دلي کې د دهلي مانارټیز کمېشن چېیر مېن یا مشر ظفرلاسلام خان د سپریم کورټ د فېصلې حمایت کوي خو هغه وايي ګمان نه کوي چې د عدالت فېصله به د هندوستان د موجوده حکومت مخه ونېسي.

هغه وویل د هندوتوا قوتونه به د هندوستان د ښارونو، کلیو او سړکونو نه د مسلمانانو نومونه لرې کړي او دا ډول به په هندوستان کې مسلمانان نه ښکاري.

د امریکې په نیوجرزي کې د رتجرز یونیورسټۍ د جنوبي اېشیا د تاریخ استاذې ارډري ټرسک وویل داسې ښکاري چې بي جی پي د هندوستان د تاریخ او د موجوده وخت نه مسلمانان لرې کول غواړي او د پخوانيو کرادارونو بدنامول او د وحشيانو په نامه یادول د هندوستان د اقلیتونو دپاره ښه شګون نه دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال شېخ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG