لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د مزایل غورځېدو وروسته هندوستان ویلي د وسلو په اړه تګلارې ته به بیان کتنه کوي


د پاکستاني مامورېنو په وېنا هندي مزایل د پنجاب د میا چنو ښار سره نژدې لګیدل دی
د پاکستاني مامورېنو په وېنا هندي مزایل د پنجاب د میا چنو ښار سره نژدې لګیدل دی

په پاکستان کې تېره هفته په حادثاتي توګه د هندوستان مزایل د غورځېدو وروسته، هندي چارواکو ویلي د وسلو په اړه تګلارې ته به بیا کتنه کوي او په دې لړ کې نیمګرتیاوې په لېرې کړي.

د هندوستان د دفاع وزیر راجنات سنګ ویلي د پارلېمنټ غړو ته وویل چې حکومت دغې پېښې ته په سنجیده نظر کتنه کوي او د دې اسبات معلومولو دپاره یې د لوړې کچې تحقیقاتو امر کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ښاغلي سنګ د پارلېمڼت غړو ته باور ورکړو چې د هېواد د مزایلو نظام محفوظ او د اعتماد قابل دی.

هغه زیاته کړه چې که چېرې څه نیمګرتیا وموندل شي نو په سمدستي ډول یې اصلاح وکړی شي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د هندي دفاع وزیر وضاحت رد کړو خو دا غوښتنه یې تکرار کړه چې د مزایل د پېښې تحقیقات دې پاکستان او هندوستان په شریکه وکړي.

شاه محمود قرېشي وویل په پاکستان کې غورځېدلی د هندوستان مزایل د اېټمي وسلې وړلو صلاحیت لرلو او فقط دا وېل چې دا یوه حادثه وه کافي نه ده.

هغه وویل که چېرې پاکستان ځوابي اقدام کړی وی نو ایا دا احساس کېدلی شي چې اثرات به یې څه وو؟

قرېشي وویل د هندوستان د مزایل په نتیجه کې د دوو اېټمي ملکونو ترمنځ حادثاتي جنګ شروع کېدلی شو.

د پاکستان خارجه وزیر وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ یې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوتېرېس سره خبرې کړي او د هغه توجه یې دې "سنګېنې" پېښې ته راګرځولې ده.

هغه وویل د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکورټي کاونسل ته یې خط هم لیکلی او د پاکستان دا غوښتنه یې ورته وړاندې کړي چې د مزایل د پېښې دې په مشترکه ډول تحقیقات وکړی شي.

قرېشي دا هم وویل چې د هندوستان نه دا پوښتنه هم پکار ده چې ولې یې پاکستان په وخت نه و خبر کړی؟

په پاکستان کې د هندوستان د مزایل د غورځېدو نه یوه ورځ ورسته د پاکستان پوځ وویل د هندوستان غېر مسلح مزایل په پاکستان کې لوېدلی دی خو څه جاني نقصان یې نه دی کړی.

د پېښې وروسته د هندوستان د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل چې مزایل د معمول مرمت په وخت د تخنیکي خرابۍ له امله وچلېدو.

پاکستان په دې اړه هندوستان ته په سفارتي کچه احتجاج کړی او په اسلام اباد کې د هند سفیر یې خارجه دفتر ته طلب کړی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ امریکې او چین په هندوستان او پاکستان غږ وکړو چې په اینده کې د داسې ډول پېښو مخنیوي دپاره دې خپل منځو کې د رابطې نظام برابر کړي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG