لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اېشیا کپ مقابله کې د هند کرکټ ټیم پاکستان خلاف په 50 اورونو کې 356 رنز جوړ کړل


د  باران د لاسه ودرول شوی مېچ د ګل، دوشنبې، په ورځ هم د هغه ځاۍ نه پیل شو په کوم ځای چې ودریدلی و. په دریم نمبر راوتي د هند لوبغاړي ویرات کوهلي 122 رنزه جوړ کړل او کې راهول 111 رنز جوړ کړل
د  باران د لاسه ودرول شوی مېچ د ګل، دوشنبې، په ورځ هم د هغه ځاۍ نه پیل شو په کوم ځای چې ودریدلی و. په دریم نمبر راوتي د هند لوبغاړي ویرات کوهلي 122 رنزه جوړ کړل او کې راهول 111 رنز جوړ کړل

د اېشیا کپ په مقابله کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د هند کرکټ ټیم د پاکستان خلاف په 50 اورونو کې 356 رنز جوړ کړل او صرف دوه لوبغاړي یې وسوځیدل. پاکستان ته به د میچ ګټلو لپاره 357 رنز جوړول وي.

د اېشیا کپ کرکټ کپ د یو ورځنیو مېچونو د سوپر فور پړاو کې د پاکستان او هند ترمنځ نيمګړی مېچ د ګل، دوشنبې، په ورځ بيا پیل شو. پرون د لوبې ټاس پاکستان ګټلی و او هند ته یې بیټنګ ورکړی وو.

تیره ورځ مېچ د باران له امله د 25م اوور په لومړي بال ودرول شو. د هند دوه لوبغاړي سوځېدلي وو 147 رنزونه یې جوړ کړي وول.

د باران د لاسه ودرول شوی مېچ د ګل، دوشنبې، په ورځ هم د هغه ځاۍ نه پیل شو په کوم ځای چې ودریدلی و. په دریم نمبر راوتي د هند لوبغاړي ویرات کوهلي 122 رنزه جوړ کړل او کې راهول 111 رنز جوړ کړل.

پرون اوټ شوي اوپنر شبهمن ګل 58 رنز جوړ کړي وو. او کپتان روهت شرما په 56 رنز اوټ شوې وو.

ایشین کرکټ کونسل (اې سي سي) دپاکستان کرکټ بورډ له نیوکې وروسته د ګل یا دوشنبې ورځ هم د دواړو ټیمونو ترمنځ د امکاني لوبې لپاره ټاکلې وه.

د نيمګړې پاتې شوې سيالۍ دپاره ننۍ ورځې ته د ريزرو ډی نوم ورکړل شوې وو.

که نن هم په مېچ کې باران کيږي او سیالي نه پوره کيږي نو دواړو لوبډلو ته به يو يو پواينټ ورکول کېږي. پاکستان سره به درې پواينټونه شي.

له دې وړاندې د پاکستان او هند يوه بله سيالي هم د باران له وجې نه وه پوره شوې.

ويل شوي له دې وروسته به هند ته د ايشيا کپ فاينل ته رسېدو دپاره خپلې راتلونکې دواړه سيالۍ ګټل وي.

د سوپر فور پړاو کې له دې وروسته د پاکستان يوه سيالي د سري لنکا سره پاتې ده، او هند به دوه سیالۍ کوي د سري لنکا او بنګله دېش لوبډلو سره به مخامخ کيږي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG