لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د سپوږمۍ غیر دریافت شوي جنوبي قطب ته سیاره لېږي


که د هندوستان سیاره سپوږمۍ ته ورسېدله نو هندوستان به د امریکې، چین او روس ترڅنګ د دنیا څلورم ملک شي چې د سپوږمۍ په مخ به يې سیاره کښېنولي وي
که د هندوستان سیاره سپوږمۍ ته ورسېدله نو هندوستان به د امریکې، چین او روس ترڅنګ د دنیا څلورم ملک شي چې د سپوږمۍ په مخ به يې سیاره کښېنولي وي

د هندوستان ساینس پوهان کوښښ کوي چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سپوږمۍ په جنوبي مخ سیاره کښېنوي او که چېرې دغه کوښښونه کامیابېږي نوهندوستان به وړمبی ملک وي چې د سپوږمۍ غیر دریافت شوې جنوبي قطب ته به خپله سیاره ور ورسوي.

د هندوستان د کوښښ نه څو ورځي وړاندې د سپوږمۍ د جنوبي برخې په لورې روان د روس لونا ۲۵ نومې سیاره د سپوږمۍ سطحې سره ټکر شوه اوغورځېده.

د هندوستان د خلايي تحقیق ادارې انډین سپېس ريسرچ ارګنایزېشن، ايي اېس ار او، د نهې، سه شنبې، په ورځ خوشبيني څرګنده کړه مشن به يې کامیاب شي.

ايي اېس ار او په اېکس یا پخواني ټوېټر وویل مشن د جدول سره سم دوام لري او سیاره هم په هواره توګه د سپوږمۍ په لوري په سفر ده.

څلور کاله مخکې هم هندوستان د سپوږمۍ جنوبي قطب ته د سیارې لېږلو کوښښ کړی و خو سیاره يې په اخېري مرحلو کې تباه شوې وه.

که د هندوستان سیاره سپوږمۍ ته ورسېدله نو هندوستان به د امریکې، چین او روس ترڅنګ د دنیا څلورم ملک شي چې د سپوږمۍ په مخ به يې سیاره کښېنولي وي.

خو یو ملک هم د سپوږمۍ جنوبي قطب ته سیاره نه ده لېږلې.

د هندوستان په پونی ښار کې د ماحولیاتي علم د یونېورسټۍ پروفېسر چېتیانا ګيري وایي د نونسوه شپېتم او نونسوه اوویایم په لسیزو کې سپوږمۍ ته لېږ شوي د سیارې د سپوږمۍ په هغه مرکزي برخه کې کښېناستلي دي چې د ځمکې نه لیدل کېږي او د سیارو کښېناستل په کې اسان دي.

د سپوږمۍ جنوبي برخه چې سطح يې سخته او ناهمواره ده نه ده دریافت کړی شوي.

سپوږمۍ ته د هندوستان موجوده چندرایان دریم نومې سیارې د جولای په ۱۴ سفر شروع کړی و.

که د هندوستان مشن کامیابېږي نو سیاره بې د سپوږمۍ په سطح یو ګاډی کښېنوي چې تر دوو هفتو پورې به د سپوږمۍ د سطحې مطالعه او د اوبو لټون کوي. ساینس پوهان ګڼي چې ممکنه ده د سپوږمۍ په ځینو ژورو ځایونو کې اوبه وي چې په اینده کې په سپوږمۍ انساني ژوند ساتلی شي.

سپوږمۍ ته د سیارې لېږلو دا د هندوستان دریم کوښښ دی. په کال ۲۰۰۸ کې د هندوستان په لومړي مشن کې د هندوستان سیارې د سپوږمۍ د مدار نه د دې خبر تصدیق کړی و چې د سپوږمۍ په مخ د اوبو شواهد شته.

توقعو ده چې د هندوستان چندرایان دریم نومې سیاره به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هندوستان په وخت ماښام څلور منټه دپاسه شپږ بجې د سپوږمۍ په سطح کښېني. دا به د ايي اېس ار او په وېب پاڼه او د ادارې په یوټیوب چېنل نیغ په نیغه ښودل کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسرېچا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG