لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند غواړي په راتلونکو کلونو کې خپل د دفاعي برامداتو کچه دوه برابره کړي


د هند وزیراعظم نرېندرا مودي وایي هېواد یې غواړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د دفاعي سامان آلاتو اېکسپورټ یا برامدات دوه برابره سېوا کړي. هند په داسې وخت کې د خپلو دفاعي توکو د برامداتو دوه برابره کولو فېصله کړې چې اوس مهال یې د بجټ د کموالي له امله پخپلو درامداتو او نویو سفارشاتو کې ډېر کمی راوستلی دی.

نریندرا مودي نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په لکهنو ښار کې د هند د پوځي سامان آلاتو یوولسم نندارتون د پرانیسته په دستورې کې وویل: "کلونه کلونه هند د دفاعي سامان آلاتو خالص درامد کوونکی پاته شوی دی. مونږ له ٢٠١۴ کال راهیسي داسې گامونه اخیستي چې دې حال ته تغیر ورکړو. زمونږ هدف دا دی چې په پنځو کلونو کې، د دفاعي سامان آلاتو د برامداتو کچه پنځه بیلینه ډالرو ته اوچته کړو."

مودي دا هم وویل چې هند خواوشا ١٧٠ بیلینه هندۍ روپۍ (٢.٥ بیلینه ډالرو) په ارزښت د دفاعي سامان آلاتو برامدات کوي. هند په ایشیا کې درېیم ستر اقتصاد گڼل کیږي، خو اقتصادي وده یې اوس بیخي سوکه شوې چې په څو لسیزو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د ٢٠١٣ او ٢٠١٧ کلونو ترمنځ، هند په ټوله نړۍ کې د وسلو تر ټولو غټ اېمپورټر یا درامد کوونکی و، چې د ټولې نړۍ د وسلو د درامداتو ١٢ فیصده یې اخیستل. هند خپلې زیاتره وسلې له روس، اسرائیل، او له امریکې څخه لاس ته راوړلې.

د حکومتي شمېرو ترمخه، د هند د دفاعي سامان آلاتو تر ټول ستر خریداران، ایټالي، شري لنکا، روس او فرانس گڼل کیږي.

په دې برامداتو کې چې د حکومت تر انتظام لاندې کارخانې او خصوصي شرکتونه یې جوړوي، د سمندري گشت یا گزمې کښتۍ، هیلي کاپټرې، د ساحلي څارنې سیسټمونه، او د رادار پرزې شاملې دي.

په همدې حال کې د هند وسله وال ځواکونه، چې په زړو جهازونو او جنگي بېړیو سمبال دي، ډېر سخت عصري کېدو ته ضرورت لري. د هند د خزانې وزیرې نېرمالا سېتارامان تېره هفته وویل چې د هندي ځواکونو د وسلو، جهازونو او جنگي کښتیو د عصري کولو بجټ، ٩٠٦ بیلینه روپیو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې د هند ټوله دفاعي بجټ څه باندې درې زره بیلینه روپۍ ښودل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG