لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې په مرسته د پاکستان او هندي فلم سازانو اته فلمونه به سږکال خپرېږي


د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت په مرسته د پاکستان او هند ګډ فلمونه جوړوونکو دستوره په نیويارکې شوې ده
د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت په مرسته د پاکستان او هند ګډ فلمونه جوړوونکو دستوره په نیويارکې شوې ده

د پاکستان او هند فلم سازانو په ګډه د امريکايي غېرسرکاري سازمان ‘سيډز آف پيس‘ يا د امن بوزغلي په مرسته 8 ډاکيومنټري (دستاوېزي) فلمونه جوړ کړي چې سږ کال د جون په مياشت کې به خپرېږي.

د دې فلمونو مالي مرسته په کراچۍ کې د امريکا قونصل ګرۍ د کلتور څانګې کړې ده.

د هند او پاکستان شاوخوا 40 فلم جوړوونکو دا فلمونه جوړ کړي چې مقصد يې د پاکستان هند د اولسونو او په خصوصي توګه ځوان کُول ترمنځه د کلتوري او تاريخي اړيکو په اړه بحث کول دي، دا فلمونه په پاکستان او هند کې رېکارډ کړی شوي دي چې پکې د دواړو خواو هنرمندانو کردارونه لوبولي دي.

د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت (سټېټ ډپارټمنټ) له خوا د دې منصوبې په اړه يوه غونډه د نيويارک په فارن پرېس سنټر (د بهرني خبريالانو مرکز) کې وشوه.

غونډې ته په وينا کې د ياد مرکز مشر راين مېتهني وويل د کرونا له امله د مرکز د دوه کاله بند پاتې کېدو وروستو په لومړي ځل خبريالانو ته هر کلی ووايو.

دې څلوېښت فلم جوړوونکو ته تربيت هم ورکړل شوی وو او تربيت ورکوونکو کې يو د امريکا يو د هند او يو د پاکستان نه اخستل شوي وو.

په دغه درې تربيت ورکوونکو کې يوه د پاکستان حيا فاطمه اقبال وي او ای ډيوه ته وويل چې د دې فلمونو خيال د دواړو خواو د فلم جوړوونکو ګډ خيال دی چې مقصد يې د دواړو هېوادونو نوي فلم جوړوونکي ځوانان او پېغلې يو بل ته نزدې کول او هنر ته وده ورکول دي.

هغې وويل"لکه څنګه چې زمونږ د هېوادونو مشران دي د هغوي ترمېنځه هم د ولسونو په کچ رابطې کمزورې نه دي، څوک د يو چا مور له ساړي لېږي نو څوک ورله حلوه لېږي. نو که هغوي په خپل مېنځ کې دا هر څه کولی شي نو بايد داسې ماحول جوړ کړل شي چې عام خلک هم دا په اسانۍ سره وکړی شي ځکه چې د پاکستان او هند خلک هغوي د يو بل سره خبرې کول غواړي، هغوي په دې بحث کول غواړي چې کوهلي ښه لوبغاړی دی که بابراعظم">

د هند ممبۍ سره تعلق لرونکي سنکت مِشرا د دې غونډې وروستو وي او ای ډيوه ته وويل دوي د هند او پاکستان فلم جوړوونکي په يو ډګر راټول کړل چې پکې زياتره ځوانان او پېغلې دي، دا په اصل کې هغه جذبې ښايي چې د پاکستان او هند دواړو اړخونو ته موجود دي.

"دواړه حکومتونو بايد په دې پوهه شي که دا اور هم داسې بلېږي، دا خلک ويني او که د بل هېواد په ضد دا جذبې هم داسې راپارول کېږي نو دا به نفرتونه زېږوي. حقيقت دا دی چې پاکستان او هندوستان په کلتوري کچه يو بل ته ډېر نزدې دي. مونږ په سوونو زرګونه ګډ شيان لرو، يو شان ژبه، موسيقي، خوراکونه او تاريخ لرو، بايد دې څيزونو ته پام وشي او په دې فلمونو کې دې څيزونو ته پام شوی دی، هغه شيان چې مونږ يو بل ته نزدې کوي"

په دې غونډه کې د پاکستان او هند د فلم جوړوونکو ترڅنګ امريکايي فلم جوړوونکي هم موجود وو.

مارکس ګولډباس په هغو درېو کسانو کې وو چا چې د هند او پاکستان دې نوو فلم جوړوونکو ته تربيت ورکړی، نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل د هند او پاکستان په نوو فلم جوړوونکو کې لوی صلاحيت دی او په که په شريکه کار وکړی شي نو د هنر مېدان ته لويه ګټه ورکولی شي

"مونږ هڅه کړې چې په دې فلمونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ژورو اړيکو خبرې وشي، د امن خبرې وشي. مونږ بس د هندي سنېما لپاره ويډيوګانې نه جوړوو بلکې هغه ويډيوګانې جوړوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه او امن يې موضوع وي"

د دې دستورې د راجوړوونکو په وينا د هند او پاکستان په شريکه جوړ دا فلمونه به روان کال د جون په مياشت کې د يوټيوب له لارې خپرېږي چې لويه موضوع يې هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ولسونو په کچ اړيکې ښه کول دي او د دې فلمونو ويډيوګانې په دواړو هېوادونو کې رېکارډ کړی شوې دي

که څه هم په تېرو وختونو کې په هندي فلمونو کې د پاکستان هنرمندانو او په پاکستاني فلمونو کې هندي هنرمندانو کردارونو کړي خو د فرورۍ په 14مه کال 2019م کې د هند انتظام لاندې کشمير کې د پلوامه پېښې او بيا د پاکستان په بالاکوټ د هند له خوا د مبينه بريد وروستو په پاکستان کې په هندي فلمونو بندېز لګول شوی دی او د دواړو هېوادونو د هنرمندانو تګ راتګ هم بند شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG