د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې چارواکو د انساني حقونو یو فعال ګرفتار کړی دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه نېشنل اېنوېسټېګېشن اېجنسي نومې ادارې خرم پرویز د ګل، دوشنبې، په ورځ ونیولو او په سري نګر کې یې د هغه د کور او د دفتر تلاشي هم واخیستله.
د وي او ای د رپورټ ترمخه ښاغلی پرویز د هندوستان د انلافل اېکټېویټیز پريوېنشن اېکټ یا د غیرقانوني هلوځلو د مخنیوي قانون دلاندې نیول شوی.
د دغه قانون ترمخه حکومتي مامورین اختیار لري چې یو تن د شپږو میاشتو پورې په عدالت کې د مقدمې نه کولو بغیر بند وساتي.
د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو خصوصي راپورټرې مېري لالور د خرم پرویز په ګرفتارۍ تشویش څرګند کړی دی.
لالور د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل خرم پرویز "ترهګر نه دی، هغه د انساني حقونو دفاع کوونکی دی."
خرم پرویز دانساني حقونو تنظیم جمو اېنډ کشمیر کوالېشن اف سېول سوسایټي مشر دی او د وی او ای رپورټ وايي دغه تنظیم د تشدد د یو شمېر داسې پېښو رپورټونه ورکړي چې د هندوستان عسکر پکې شامل وو.