لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د انتظام لاندې کشمیر کې خبریال دوه کاله وروسته په ضمانت د بند نه ازاد کړی شوی


په دې تصویر کې منځنی تن شاه فهد دی چې د کشمیر والا د اېډیټر انچیف سره ناست لیدل کېږي
په دې تصویر کې منځنی تن شاه فهد دی چې د کشمیر والا د اېډیټر انچیف سره ناست لیدل کېږي

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې خبریال شاه فهد چې قام په ضد مواد او جهاد د ستایلو په الزام دوه کاله مخکې نیول شوی په ضمانت ازاد کړی شو.

د کشمیر والا نومې خبري وېب پاڼې باني، شاه فهد په 2022 کې د هندوستان د ترهګرۍ ضد قوانین د لاندې نیول شوی و.

یوه هفته مخکې یو عدالت د فهد د ضمانت درخواست منظور کړو او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هغه په ضمانت ازاد کړی شو. عدالت وویل په خبریال د ترهګرۍ د مقدمې دپاره ثبوتونه کافي نه دي د هغه خلاف یې ځینې الزامات هم مسترد کړل.

فهد د امریکايي اخبار کرېسچین ساینس مانېټر او د ځینو نورو نړیوالو خبري ادارې سره د خبریال په توګه کار کولو او د هغه ګرفتاري په کشمیر کې د خبریالانو او د اظهار د ازادۍ خلاف په پراخه کچه د ګامونو څرګندونه کوي. د هند حکومت په کشمیروالا د سږ کال په شروع کې پابندي ولګوله خو څه وجوهات یې ونه ښودل.

فهد ته د ضمانت ورکړی کېدو وروسته، د کرېسچین ساینس مانټر اېډېټر مارک سېپن فېلډ د ګل، دوشنبې، په ورځ ولیکل په کشمیر والا کې فهد او د هغه همکارانو په دیانتدارۍ په کشمیر کې د واقعاتو خبرونه ورکول او په کشمیر کې د خبریالانو دپاره حالات مخ په خرابېدو دي.

په کال 2014 کې د وزیراعظم په حېث د نرندره مودي د منتخب کېدو راهسې په هندوستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ ساهه تنګه شوې ده.

په وخت د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ د صحافتي تنظیم رپورټرز ود اوټ په فهرست هندوستان د 180 ملکونو په فهرست کې په 140 درجه و. سږ کال هندوستان په دغه فهرست په 161 شمېره او د پاکستان او فلېپینز نه هم لاندې دی. په دغه فهرست د هند لاندې تګ په کشمیر کې زیات ځلانده ښکاري.

د هند د انتظام دلاندې کشمیر کې مطبوعات همېشه په قابو کې ساتل شوي دي خو په کال 1989 کې هند خلاف د وسله والو جنګ د شروع کېدو نه پس په مطبوعاتو فشار زیات شوی دی.

د هند د حکومت او د بېلتون خوښو ډلو د فشار باوجود په کشمیر کې مطبوعاتو ترقي کړې ده. په کال 2019 کې چې هند د کشمیر خصوصي خپلواک حېثت ختم کړو نو په کشمیر کې میډیا دپاره حالات په ډرامايي توګه خراب شول.

د مواصلاتو څارنه زیاته شوه او مطبوعاتو په تیارو کې وغورځول شوو. یو کال وروسته د حکومت د مطبوعاتو د نوي تګلارې هدف دا و مطبوعات په زیاته موثره توګه قابو کړی شي او په ازاده توګه د خبرونو د ورکولو خلاف ګامونه پورته کړی شي.

د دې نه پس په لسګونو کسان د ترهګرۍ د سختو قوانینو دلاندې نیول شوی، تفتیش ترې شوی او تحقیقات یې شوي دي. په یو داسې کېمپېن کې په خبریالانو حملې شوي او مجبور کړی شوي دي چې د خبرونو خپلې سرچينې څرګندې کړي، په خبریالانو مجرمانه کېسون درج کړی شوي دي.

په اخبارونو فشار اچولو په لړ کې په اېډیټرانو تنقیدونه شوي د اخبارانو اشتهارونه بند کړی شوي دي، چې د اخبارونو د امدن لویه زریعه وي. د دې مقصد د خبرونو مخه نیول وو.

د انتقامي اقداماتو د ویرې مقامي اخبارونه مجبور شوي چې خپل خبرونه په خپله سېنسر کړي ځکه چې د مرکزي حکومت نه ویرېږي. حکومت تنقید د بغاغيتوب سره برابروي.

فهد ته د ضمانت ورکولو په فېصله کې عدالت وویل که څه هم د هندوستان د ترهګرۍ ضد قوانینو دلاندې ضمانت اخیستل مشکل وي خو فهد ته د ضمانت نه انکار ځکه نه شي کېدلی چې که هغه ازاد شو نهو معاشرې ته څه واضحه خطر نه شي راولاړېدلی.

که څه هم شاه فهد په ضمانت ازاد شوی خو د ترهګرۍ د قانون د ځینو نورو مادو دلاندې د هغه خلاف لا بله مقدمه هم شته.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG