لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په احمداباد ښار کې د بم چاودنو په  سر هندي عدالت 38 کسانو د مرګ سزاګانې واورولې


ای پي وايي په ګجرات کې د فساداتو په وخت د هند وزير اعظم نرېندرا مودي د ریاست وزير اعلی و او په هغه نيوکې شوې وې چې د مذهبې کرکې د مخنيوي د پاره يې په زړه پورې ګامونه نه وو اخېستلي. نرېندرا مودي دا تورونه رد کړي وو
ای پي وايي په ګجرات کې د فساداتو په وخت د هند وزير اعظم نرېندرا مودي د ریاست وزير اعلی و او په هغه نيوکې شوې وې چې د مذهبې کرکې د مخنيوي د پاره يې په زړه پورې ګامونه نه وو اخېستلي. نرېندرا مودي دا تورونه رد کړي وو

په هندوستان کې يو عدالت د جمعې په ورځ 38 هغو کسانو ته د مرګ سزاګانې واورولې چې په کال 2008 کې يې په ګجرات ریاست کې په پرله پسې بم چاودنو کې لاس لرولو. په دغو بم چاودنو کې د 50 نه زيات خلک وژل شوي دي

ګجرات ریاست د هندوانو او د مسلمان تر منځ د تشدد او د تاوتریخوالي خپل يو تاريخ لري.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې رپورټ وايي دا وړمبی ځل دی چې دومره خلک په يو ځای په يوه مقدمه کې تورن شوي او د مرګ سزاګانې ورته اورول شوي ده. د سزاګانو د عملي کېدو دپاره ضروري ده چې د هندوستان لوی عدالت یې تایدې کړي.

ای پي وايي قریباً دريارلس کاله اګاهو د ګجرات په احمد اباد ښار کې د مذهبي تاو تريخوالي په نتيجه کې حملې وشوې. رپورټ وايي په هندوستان کې دغه مذهبي تاوتریخوالی اوس هم په هند کې شتون لري.

حرکت الجهاد الاسلامي نومې ډلې په ګجرات کې د چاودنو ذمه واري منلې وه. داسې ګڼل کېده چې دغه ډله په پاکستان کې ده خو اوس فعاله نه ښکاري.

په مقدمه کې سرکاري وکيل سدير براهمبټ د پولیس د معلوماتو په بنیاد وویل انډین مجاهدین نومې ډله چې د غیرقانوني ټاکل شوي تنظیم سټوډنټس اسلامک موومنټ اف انډیا څانګه ده، هم د ګجرات په چاودنو کې لاس لرلو.

د پرېس ټرسټ اف انډيا خبري ادارې د رپورټ تر مخه يادې ډلې په کال 2002 کې په ګجرات کې د هندوانو او مسلمانانو په فساداتو په انتقام کې دغه چاودنې کړې وې . د ګجرات په تشدد کې قریباً 1000 کسان وژل شوي وو چې زیاتره مسلمانان وو.

د ای پي ترمخه په ګجرات کې هندو مسلم فسادات په کال 1947 کې برصغیر نه د انګریزانو وتلو او د هندوستان او پاکستان د جوړېدو نه پس د مذهب په سر د انسانانو د وژل کېدو تر ټولو لویه پېښه ګڼل کېدله.

ای پي وايي په ګجرات کې دا شخړه هغه وخت جوړه شوه چې کله د هندو ياتريانو نه ډک په يو اورګاډي باندې ډزې وشوې او 60 مسافر پکې ووژل شول.

د ای پي رپورټ وايي په رېل ګاډې د ډزو علت نه دی معلوم شوی چې د څه مقصد د پاره شوې وې خو سخت دریځه هندوانو یې پړه په مسلمانانو ورواړوله او د هغوی په اباديو يې يرغل وکړو.

د رپورټ ترمخه په ګجرات کې د فساداتو په وخت د هند وزير اعظم نرېندرا مودي د ریاست وزير اعلی و او په هغه نيوکې شوې وې چې د مذهبې کرکې د مخنيوي د پاره يې په زړه پورې ګامونه نه وو اخېستلي. نرېندرا مودي دا تورونه رد کړي وو.

په مقدمه کې جج ای ار پټيل يولس نورو تنو ته د عمر قيد سزا اورولې ده چې د 26 جولايي کال 2008 د يو درځن نه زياتو چاودنو کې ککړ موندلي شوي دي. دا چاودنې د احمد اباد په بېلا بېلو برخو کې شوې وې .

براهمبټ وايي دا ټول 49 سزا شوي خلک مسلمانان دي او زياته يې کړه يو هندو وګړی هم پکې نيول شوی و خو عدالت بري کړی دی .

يو بل وکيل اروېند پاټيل خبريالانو ته وويل “دې جج د مقدمې د ناشونو ناشونی وضاحت کړی دی.”

ځینېو خلکو د عدالت د فيصلې ستاينه وکړه، شرشرکۍ يې والوځولې او خواږه يې وويشل.

په احمداباد کې چاودنې په دوه طريقو تر سره شوې وې چې هم يې په لنچ باکسېز لا د ډوډۍ په ډبو کې او بل يې په سايکلونو کې چاودېدونکي مواد ځای په ځای کړي وو. په مقدمه کې 28 تنه د پوره ثبوتونو د نيشتوالي له کبله بري کړی شول.


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG