لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د هند د دفاع وزیر ویلي تښتېدونکو ترهګرو په تعقب کې به پاکستان ته ورننوځي


د تېر کال د جون د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د د هند د دفاع وزیر رجنات سينګ د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن هرکلی کوي
د تېر کال د جون د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د د هند د دفاع وزیر رجنات سينګ د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن هرکلی کوي

د هند د دفاع وزیر رجنات سينګ ویلي، په هند کې ترهګري کوونکي ترهګر چې پاکستان ته تښتي، هند به يې په وژلو پسې پاکستان ته ورځي. رویټرز خبري ادارې ويلي، رجنات سينګ دغه خبره د جمعې په ورځ د سي اېن اېن سره په خبرو کې کړې ده.

د هند د دفاع وزیر دا بيان له هغې يوه ورځ وروسته مخې ته راغلی چې د برتانيې [دي ګارډين] ورځپاڼې په څلورم اپرېل خپور کړي خبر کې ویل شوي، د هند حکومت د کال 2020م راهسې په بهرنۍ خاوره د مېشتو ترهګرو د ختمولو په پراخه پلان کې په پاکستان کې 20 تنه وژلي دي.

د رویټرز ترمخه، د هند د بهرنيو چارو وزارت د دفاع وزیر څرګندونو په اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرې د تبصرې کولو نه انکار کړی دی.

رجنات سينګ ويلي، "که دوی پاکستان ته تښتي مونږ پسې پاکستان ته داخليږو او وژنو یې". هغه ويلي، "هند تل له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړیکې غوښتي دي، خو که څوک بيا بيا هند ته سترګې را اوباسي، هند ته راځي د ترهګرو فعاليتونو هڅه کوي، مونږ به یې پرې نه ږدو".

له دې وړاندې هند [دي ګارډین] ورځپاڼې هغه رپوټ په کلکه رد کړی چې پکې دا تور لګېدلی، هندوستان د خپلې پراخې تګلارې په ترڅ کې ترهګرۍ د ختمولو لپاره په پاکستان کې "هدفي وژنې" کړي دي.

او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د هند د غیرعدالتي او له پولې پورې غاړې د وژنو نېټ ورک یو "نړیوال رجحان" دی او وایي دې ته باید ګډ نړیوال ځواب وویل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دي ګارډین رپوټ بې بنیاده بللی او رد کړی یې دی ځکه چې وایي دا یې د هېواد د بدنامولو یوه هڅه ده.

ګارډین د اپرېل پر څلورمه په خپل رپوټ کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس جې شنکر د هغه بیان حواله ورکړې چې پکې هغه ویلي په نورو ملکونو کې هدفي وژنې د هند د بهرنۍ تګلارې برخه نه ده.

د ایس جې شنکر دا تردید دي ګارډین په همدغه رپوټ کې شامل دی په کوم کې تور لګېدلی او ويل شوي په 2019م کال کې چې د پلوامه په برید کې 40 کسان و وژل شول هندوستان استخباراتي ادارې [را] له هغه وروسته 20 هدفي وژنې کړي دي.

په رپوټ کې له پاکستانه د تر لاسه شویو ثبوتونو په ګډون د هندوستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د کارکوونکو د مرکو حواله هم ورکړل شوې ده.

پاکستان د هند دا تورونه په وار وار په کلکه رد کړي چې ګوندې د هند په خاوره کې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو پر هند یې تورونه لګولي چې په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي. هند بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټري محمد سایرس سجاد قاضي په تېره فرورۍ میاشت کې په یوه خبري غونډه کې پر هندوستان باندې د دوو کسانو د وژنې تور پورې کړی وو او دا یې له عدالت پرته او له پولې پورې غاړه وژنې بللې وې.

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم تېر کال په پارلمان کې د وینا په مهال تور پورې کړی وو چې په هېواد کې یې د یو خپلواکي غوښتونکی سیک مشر هردیپ سینګ نجر په وژنه کې د هند د لاس لرلو پاخه ثبوتونه شته. نجر د کېنېډا د وینکوور په ښار کې په ډزو وژل شوی وو.

هند د نجر په وژنه کې د لاس لرلو تور په کلکه رد کړی او له کېنېډا یې د ثبوتونو غوښتنه کړې وه. له هغې وروسته د هند او کېنېډا اړیکې ښې نه دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG