لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي زميدارو د زمېدارۍ د نوو قوانینو په اړه د وزیراعظم مودي په اعلان خوشالۍ کړي


په شمالي هند کې په لسګونو زره احتجاج کوونکو زميدارو د سرښار نوي ډيلي لوی لارې د يو کال نه تړلي او هوډ يې کړی تر هغه وخته د دې ځايه نه ځي تر څو حکومت دا قوانين چې د زرعي پيداوار خرڅ پرايويټ سيکټر ته ورکوي ختم کړي نه وي
په شمالي هند کې په لسګونو زره احتجاج کوونکو زميدارو د سرښار نوي ډيلي لوی لارې د يو کال نه تړلي او هوډ يې کړی تر هغه وخته د دې ځايه نه ځي تر څو حکومت دا قوانين چې د زرعي پيداوار خرڅ پرايويټ سيکټر ته ورکوي ختم کړي نه وي

د هندوستان وزيراعظم نرېندره مودي د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د زميدارو او زميدارۍ په اړه جوړ شوي هغه درې قوانین به ختم کړي چې متنازعه بلل شوي او په ضد یې احتجاجونه شوي دي.

زميدارو د دغو قانونو خلاف احتجاجونه کړي دي او د مودي اوه کلن حکومت ته یې تر ټولو مشکل مشکل جوړ کړی و.

د مودي حکومت به د دغو قوانینو په مستقل ډول دفاع کوله خو په ټېلې وژن د مودي ناڅاپي اعلان څېړونکي د هغه د حکومت په شا تګ بولي.

دا اعلان په داسې وخت هم وشو چې د ملک په ډېرو ریاستونو کې ځايي انتخابات کيږي چې اتر پرديش او پنجاب هم پکې شامل دي. د نوو قانونو په ضد په اترپردېش او پنجاب کې احتجاج په ډېر زور کې دی.

مودي ويلي “مونږ پرېکړه کړې چې درېواړه زرعي قوانين د پارلمان د طريقې مطابق ختم کړو چې هم دې مياشت کې يې غونډه رابلل شوې. دا مهمه وه خو مونږ ونه توانېدو چې د دې قوانينو خوبۍ مو ټولو زميدارو ته ښودلی وی”.ً

هغه زياته کړه “زه هيله کوم چې احتجاج کونکي زميدار به خپلو کورونو او زمکو ته بيرته لاړ شي او مونږ به يو نوی دور شروع کړو”.

په شمالي هند کې په لسګونو زره احتجاج کوونکو زميدارو د سرښار نوي ډيلي لوی لارې د يو کال نه تړلي او هوډ يې کړی تر هغه وخته د دې ځايه نه ځي تر څو حکومت دا قوانين چې د زرعي پيداوار خرڅ پرايويټ سيکټر ته ورکوي ختم کړي نه وي.

د زمېدارو انديښنه وه چې لوی کاروباري کمپنيانې به د زرعي توکو د بيو کچه مقرروي او د دوی روزګار په خطر کې اچوي.

مودي دا اعلان په داسې ورځ کړی چې د سيکانو د ګورو پوراب لمانځنه کيږي او په سړکونو په احتجاج کې د پنجاب ډېری سيک زميدار ليدل کيږي

د مودي اعلان په زميدارو کې د خوشالۍ يوه څپه خوره کړه چې په سړکونو يې په خوږو ويشلو د دې چغو سره “ژوندی دې د زميدارو يووالی وي” ولمانځلو.

د زميدارو د يونينونو يوې ډلې چې دا احتجاج يې چلولو د اعلان هرکلی وکړو خو وايي احتجاج به هله ختميږي چې دا قوانين په پارلمان کې د هغو د اطمینان سره سم ختم کړی شي.

د سميوک کسان مورچه ډلې په يو بيان کې ويلي شوي “که چرې داسې کيږي دا به د زميدارو د مبارزې يوه تاريخي کاميابي وي”.

حکومت وايي پرايويټ سيکټر د زرعي پيداوار د اخستلو قانون په دې نيت جوړ شوی چې په کليوالو سيمو کې د خلکو امدن زيات شي چې په وروستيو کې کم شوی.

حکومت دا وخت 23 توکي په يو مقرره نرخ د زميدارو نه اخلي چې پکې وريجې او غنم هم دي.

دې قوانينو واړه زميدار يرولي او انديښنه يې دا ده د پرايويټ سيکټر ورننوتل به د فصلونو د نرخونو فيصله به د هغوی په لاس کړي او مثال يې د هغه ايالتونو ورکوي چرته چې حکومت د زرعي توکو اخستل بند کړي دي چې په زميدارو يې بدې اغېزې کړي.

احتجاج تر ډېره پرامن و سېوا د جنورۍ د مياشتې د هغه تشدد نه چې څه احتجاج کونکو د هند د ريپبلک ډی مارچ په موقع د پوليس ناکې ماتې کړې وې.

سياسي څېړونکي ګڼي دا فيصله د زيان د ډکولو يوه هڅه ده ځکه په ملک کې زميدار د ووټ يو لوی قوت دی او نزدې 1.3 بيلين خلک په زميدارۍ تکيا کوي.

يو ازاد سياسي څېړونکی نيرجا چوهدري وايي “د اترپرديش انتخابونه چې د راروان کال په شروع کې کيږي د بهارتيه جنتا ګوند د پاره ډېر مهم دي او ګوند وېرېدلی چې سياستي ملاتړ بونه بايلي. ښاغلی مودي په عمومي توګه د خپلې نه نه په شا کيږي خو په ځان سمولو کې هم تندي کوي چې کله کمزوری وي نرمي ښايي”.

د زرعي اقتصاد يو کارپوهه ديوېندر شرما وايي دا د زميدارو لويه لاس ته راوړنه ده خو جنګ ايله نيم ګټلی شوی او وايي احتجاج د زميدارو خفګان او انديښنې مخې ته راوړي چې ډېر خلک يې اغېزمن کړي.

هغه وايي “ښاغلي مودي وويل چې زميدار يې د قانونو په اړه قايل نه کړی شول خو په اصل کې خبره دا ده چې حکومت د زميدارو په ستونزو پوهه نه شو”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG